د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت

-

په فرهنګي برخه کې، د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت لید لوری د تاریخي فرهنګي آثارو د یوه داسې جامع او لاسرسي وړ آرشیف جوړول دي، چې په هغه کې د هېواد د فرهنګي میراثونو ساتنه وشي، څو د هېواد راتلونکي نسل ته د فرهنګي نوښتونو او لاسته راوړنو یوه بېلګه وي.

د رسنیو په برخه کې، ددې وزارت لید لوری د خپلواکو، ډېرېدونکو او ټولو نارینه او ښځینه وو ته په ټول هېواد کې د لاسرسي وړ رسنیو زمینه برابرول او له دې لارې د یوې ډیموکراتیکي او پرانستې ټولنې جوړول دي.

د ځوانانو په برخه کې، د وزارت لید لوری د هېواد ځوانانو ته د یوه هوسا او باثباته افغانستان تامینولو څخه عبارت دی.

 د هېواد فرهنګي خزانو ته د لاسرسي وړ جامع فهرست جوړول، د فرهنګي میراثونو بېرته ګرځول، د فرهنګي آثارو د قاچاق مخنیوی او د زیانمنو تاریخي صنعتونو بېرته ګرځول، د فرهنګ په برخه کې ددې وزارت کاري بهیر جوړوي.

 د اطلاعاتو او اړیکو له لارې د ټولیزې پوهې لرونکې ټولنې جوړولو په موخه  «اړیکي او اطلاعات» تر عنوان لاندې پروګرام ددې وزارت له لوري پرمخ وړل کېږي.

د تورېزم لپاره د یوې مستدللې، واقعي او اختیاري پالیسۍ جوړول او پلي کول د اطلاعات و فرهنګ وزارت له لومړیتوبونو څخه بلل کېږي.

د تورېزم سکتور د مسلکي انکشاف په برخه کې دغه وزارت له نورو دولتي ادارو سره مرسته او همکاري کوي او د هوټلدارۍ صنعت لپاره به د هوټلونو د درجه بندۍ سیستم او معیارونو په جوړولو  کار وکړي.

د ځوانانو په برخه کې به، د نړیوالو سازمانونو په مرسته د ځوانانو ملي پروګرام عملي شي. وزارت د ځوان نسل د بېکارۍ کموالي او له مرکزي، ولایتي او سیمه ییزو ادارو سره له نږدې د هغوی د اړیکو جوړولو په برخه کې فعالیت لري. 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویبپاڼه


شریکول