د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د عامی روغتیا وزارت

-

عامې روغتیا وزارت یو رهبري کوونکی دولتي بنسټ دی، چې د ټول هېواد د خلکو د روغتیا مسوولیت پر غاړه لري. په همدې اساس، د عامې روغتیا وزارت لید‌لوری، په هېواد کې د سولې، ثبات او دوامداره انکشاف راوستو لپاره د افغانستان د ټولو خلکو بشپړه روغتیا، تعریف شوی دی.

دغه وزارت د برابرۍ، رښتینولۍ، روغتیا ته د لاسرسي حق، حساب ورکونې او باور په ارزښتونو ټینګار لري.

د عامې روغتیا وزارت ماموریت د ناروغیو وقایه او له ملي اهدافو او دوامداره انکشاف سره په مطابقت کې د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې پام وړ کموالی راوستل او همدا راز د مصیبت زېږونکو روغتیایي لګښتونو د مخنیوي له لارې د بېوزلۍ کموالی دی. ددې وزارت د ماموریت یوه بله برخه د هېوادوالو د حقونو هغې برخې ته رسېدنه ده، چې د روغتیایي خدمتونو او باکیفیته تغذیې څخه د ګټې اخیستنې د زیاتوالي له لارې، متوازن او د ټولو له مالي توان سره برابر په ځانګړي ډول د کلیوالو سیمو ماشومانو او مېرمنو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرول، او همدا راز د کړنلارې د تغییر او ارزونې له لارې، د روغ ژوند تګلارې لوړول او د پلي کېدو وړ اړوندو مؤثرو روغتیایي پروګرامونو تطبیق دی.

د عامې روغتیا وزارت د ماموریت عملي کولو لپاره، د روغتیا ملي ستراتیژي د پراخو تګلارو غښتلي کولو له ټولیز هدف سره، ګټور او پایداره روغتیایي سیستم ته د لاسرسي لپاره  په ارزانه، عادلانه او مناسبې تګلارې سره د باکیفیته روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، چې په هېواد کې د روغتیایي او تغذیې وضعیت ښه والي لامل شي، تدوین او اجراء کېږي.

د روغتیا ملي ستراتیژۍ شپږګوني اهداف، چې هر یو یې د یوې ستراتیژیکې ساحې اړوندېږي، عبارت دي له:

 -د ښې حکومتوالۍ بنسټیزه کول، د غښتلې او قوي رهبرۍ په لرلو سره په ټول هېواد کې د روغتیا سکتور په ټوله کچه د شواهدو پر اساس واضح ځواب ورکول او حق غوښتنه؛

-له بشپړو فعالو بنسټونو سره د قوي، پراخ او تلپاتې سیستم تامین؛

-د پروګرامونو د برابرولو او د شواهدو پر اساس د کم لګښته او مؤثرو عامه روغتیايي مداخلاتو له لارې د مړینې، ناروغیو او وقایې وړ معیوبیت کموالی؛

-په عادلانه او دوامداره ډول په ټولو جغرافیایي ساحو کې د مؤثرو او ګټورو شته سرچینو کارونې له لارې ټولو خلکو ته د لومړنیو، دویمو او درېیمو باکیفیته روغتیایي خدمتونو ښه والی او پراختیا، او په پایله کې د ترسره شویو لګښتونو په پرتله ګټورو روغتیایي ارزښتونو ته لاسرسی؛

-له ګټورو او ګم لګښته لارو د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو د انګېزې پر اساس د هڅاند روغتیایي بشري ځواک انکشاف، ګمارنه او ساتنه؛ 

-د څارنې، ارزونې، د روغتیایي معلوماتو او سرویلانس سیستم قوي کول، او د روزنیز فرهنګ ښه والی او د مدیریت پوهه، چې د ټول روغتیایي سیستم په کچه د شواهدو پر اساس د پرېکړو او چارو د ترسره کېدو لامل ګرځي.

د عامی روغتیا وزارت ویبپاڼه


شریکول