د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت

-

غذایي مصئونیت، د لوږې له منځه وړل او په هېواد کې متوازنه اقتصادي پراختیا د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت لیدلوری  تعریف شوی دی.

 دغه وزارت مکلف دی، چې هېواد د لوږې د کموالي، قانوني او مشروع کرنې پر لور رهبري کړي او د طبیعي سرچینو له لارې د ملي امنیت په تامین، د کرنیزو تولیداتو د ګټو زیاتوالی، د زېربناوو ښه والی، د خصوصي سکتور پراختیا او ملاتړ او د بازار په پراختیا کې خپل رول ترسره کړي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ستراتیژیکې موخې عبارت دي له؛ د افغانستان د طبیعي سرچینو له بیارغاونې ډاډ ترلاسه کول او د خلکو له لوري په دوامداره او اغېزناکه ډول له هغه څخه استفاده؛ د تولید، د خدمتونو پراختیا او کرنیزو څېړنو د عواملو له لارې مالدارانو او کروندګرو لپاره د دوامداره کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د هغه مؤثریت؛ د مشروع کرنې په برخه کې د دوامداره او ټولیز اقتصاد پراختیا ته د اسانتیاوو برابرول؛ د خلکو لپاره د کاري فرصتونو او عوایدو په زیاتوالي کې د تنوع رامنځته کول او د دولت د عوایدو زیاتول؛ او د تشکیلاتي تعدیلاتو او اصلاحاتي پروسې له لارې د یوه مؤثر، سیالي کوونکي او فعال بنسټ جوړول دي.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت اساسي دندې په لاندې ډول دي:

-د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ پالیسیو طرحه، ترتیب او تنظیم او د هغه پر تطبیق څارنه؛

-د ځنګلونو د انکشاف او پراختیا، څړځایونو، ساتل شویو سیمو، د وحشي ژویو د ژوند دوام او د چاپیریال ساتنې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د هغوی ساتنې لپاره د لازمو تدابیرو نیول؛

-د مالدارۍ، چرګانو پالنې، ابرېښمو اوبدلو، مچیو او ماهیانو روزلو انکشاف او پراختیا لپاره لازم تدابیر نیول؛

-د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو کچې زیاتوالي له لارې د غذایي مصونیت تامین لپاره د پلي کېدو وړ معاصرو علمي تخنیکونو ترویج او تحقیق؛

-د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره د خصوصي تشبثاتو ملاتړ او هڅونه؛

-د نباتي او حیواني آفتونو او هر اړخیزو ناروغیو کنټرول، وقایه، تشخیص او تحقیق؛

-د توليدي عواملو لکه د کرنیزو تخمونو او د حیواناتو او نباتانو د غوره ډولونو، کرنیزو کوډونو، د کرنیزو او مالدارۍ درملو او حیواني واکسیونونو، د کیفیت کنټرول؛

-د نا پروسس شویو کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د غذایي کیفیت او د هغه د روغتیا ساتلو کنټرول؛

-د اوبو د سرچینو قوي کول، د اوبو شبکو جوړول، څارنه ، ساتنه او د کروندو د اوبو تنظیم؛

-له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د اقتصادي، ټولنیزو او د کروندګرو او مالدارو د ژوند شرایطو ښه کولو لپاره د غیر قانوني نباتاتو د کر مخنیوی او معیشت بدیل معرفي کولو او موندلو لپاره لازمي تدابیر نیول؛

-په آبي او للمي شرایطو کې د باغدارۍ د انکشاف او پراختیا لپاره د لازمو تدابیرو نیول. 

د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویبپاڼه


شریکول