د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت

-

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د بېوزلۍ کمولو په برخه کې، د کلیو د اقتصادي او ټولنیزې کچې لوړول او له کلیوالې ټولنې د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي. ددې وزارت کارکوونکي په ۳۴ ولایتونو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې د ریاستونو په تشکیل کې له همکارو مؤسسو سره یو ځای په مختلفو حیاتي برخو کې پر فعالیت بوخت دي.

هوسا، آزاد، خپلواک، له بېوزلۍ او نشه یي توکو خلاص، د ډیموکراتیکو ارزښتونو په ساتلو پر ملي حاکمیت ولاړ، پر ازادۍ ولاړه ځواکمنه او سالمه ټولنه، په ځان باور، ځان بسیاینه، متوازن پرمختګ، ټولنیز، پرمختللی او له هر ډول تبعیض لرې عدالت لرونکی افغانستان،  ددې وزارت د لیدلوري په توګه تعریف شوي دي.

دغه وزارت مکلف دی، چې د کلیو او په ځانګړي ډول بېوزلو او ګواښ سره مخ خلکو  د ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي هوساینې تامین په برخه کې؛ ټولنیزو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي برابرولو له لارې په کلیو کې د بېوزلۍ کچې کمول، له نشه یي توکو لرې د دوامداره معیشت کچې لوړول؛ د سیمه ییزو ادارو قوي کول او انکشاف او په افغانستان کې د یوې اغېزناکې ټولنیزې او مناسبې پالیسۍ ترسره کول او تمویل، په برخو کې فعالیت وکړي.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د خپلو اهدافو د تحقق لپاره خپلو فعالیتونه ته؛ د ولسي تړون، د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام، د اوبو رسولو ملي پروګرام او د چاپیریال د روغتیا ساتل، د سیمه ییز پرمختګ او پراختیا ملي پروګرام، د کلیوالي صنایعو انکشاف ملي پروګرام، او په ټول افغانستان کې په کلیو کې د ګواښونو او ټولنیز مصئونیت او څارنې ملي پروګرام له لارې، پراختیا ورکوي.

د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت ویبپاڼه


شریکول