د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د اقتصاد وزارت

-

اقتصاد وزارت «په افغانستان کې د عامه هوساینې د تامین لپاره اقتصادي او ټولنیز انکشاف او پرمختګ» له لید لوري سره فعالیت لري.

دغه وزارت ددې لید لوري په رڼا کې ماموریت لري، چې په ملي کچه اقتصادي پالیسۍ طرحه او ترتیب کړي، تلپاتې انکشافي اهداف (SDG)  د ملي انکشاف په پلانونو او پروګرامونو کې شامل کړي، د ټولنیزو او اقتصادي پلانونو همغږي او انسجام عملي کړي او په ملي او سیمه ییزه کچه د پلانونو له عملي کولو څارنه او ارزونه وکړي.

 اقتصاد وزارت د لاندې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره فعالیت کوي:

-د ازاد اقتصاد پر اساس د دولت د اقتصادي انکشاف ستراتیژي، پالیسۍ ترتیب او طرحه او د هېواد په کچه د اقتصادي فعالیتونو د جریان په عملي کولو څار او کنټرول؛ 

-د هېواد په کچه د اقتصادي، ټولنیزو، جوړولو او بیارغاونې انکشافي فعالیتونو انسجام او تنظیم؛ 

-په مرکز او ولایتونو کې د اقتصادي وروسته پاتې والي، د خلکو او فقر ځپلو د ژوند کچې لوړو لپاره د ملي اقتصاد په ټولو برخو کې د متوازن انکشاف پروګرامونو پراختیا، ترتیب او یووالی؛ 

-د دولت او خصوصي سکتور د پالیسۍ قوي کولو او ملاتړ په رڼا کې د سړي سر عوایدو زیاتوالی. 

د اقتصاد وزارت ویبپاڼه


شریکول