د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

دکار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت

-

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د کار، ټولنیز مصئونیت، هوساینې، معلولو اشخاصو او د شهیدانو وارثینو چارو د پر مخ وړو په برخه کې د یوه پالیسي جوړونکي، قانون جوړونکي او رهبري کوونکي بنسټ په توګه فعالیت کوي.

دغه وزارت ماموریت لري، چې د دولت د هڅو ترڅنګ، د همغږۍ لپاره د حقوقي او پالیسۍ چوکاټ د تدوین له لارې د بېوزلۍ او نامصئونیت کموالي په برخه کې؛ ټولو لپاره د برابرو او وړ دندو فرصتونو رامنځته کول؛ او مېرمنو، ماشومانو، د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته تر ځانګړې پاملرنې لاندې د ټولنیز مصئونیت خدمتونو وړاندې کولو لپاره فعالیت کوي.

ددې وزارت عمومي موخې په لاندې ډول دي:

-د بازار د انکشاف له لارې د مؤثر کار لپاره ټولو ته د وړ کار ترویج او پراختیا؛

-د ټولنیز مصئونیت د انکشاف له لارې د بېوزلۍ ګواښ را کمول؛ 

-د ټولنیزو ملاتړو فعالیتونو د انکشاف له لارې د ټولنیزې انزوا او فقر کموالی؛

-د ماشومانو، معلولینو، تنکیو ځوانانو او زړو د مصئونیت لپاره د ټولنیزو مراقبتي خدمتي شبکو تقویت او د هغوی د ټولنیز مشارکت تقویت؛

-د هغو اقشارو او اشخاصو په تړاو د ټولنیزې عامه پوهاوي غښتلتیا، چې له ټولنیز اړخه منزوي شوي وي؛

-او د ادارې انکشاف او د کار او ټولنیز مصئونیت د ملي پالیسیو تطبیق لپاره د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د ظرفیت لوړول.

د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خپل رسالت ترسره کولو لپاره څلور پروګرامونه پر مخ وړي: د مهارتونو انکشاف او د کار هوساینې پروګرام؛ د شهیدانو وارثینو او د معلولو اشخاصو لپاره د هوساینې پروګرام؛ د ټولنیزې هوساینې پروګرام؛ د مالي او اداري ظرفیت انکشاف پروګرام.

دکار، ټولنیزوچارو، شهیدانو او معلولینو وزارت ویبپاڼه


شریکول