د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني پیغام

-

بسم الله الرحمن الرحیم.

عزتمنو هېوادوالو،السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

د روژې د بختورې میاشتې د رارسېدو په مناسبت تاسې ټولو ته مبارکي وایم. روژه د هر مومن لپاره یو ډېر ښه فرصت دی، چې زړه او روح له ګناهونو پاک وساتي او خپل خالق ته ورنژدې شي.

این ماه همچنین، ماه همدلی و همدردی با نیازمندان است. ماهی است که می‌توانیم با تأسی از سنت پیامبر بزرگ خود که در ماه رمضان بیش از هر وقت دیگر دست سخاوت می‌گشودند، ما هم، به خصوص توانگران و اغنیایی که خداوند آنان را از نعمت‌های خود برخوردار کرده است، در این ماه به سراغ یتیمان، بیوه‌زنان، مصیبت‌زدگان، مستمندان و خانواده‌های کم‌درآمد برویم، و نگذاریم که آنان خود را در برابر مصایب زندگی تنها و محروم احساس کنند. از یاد نبریم که اگر ما یک ماه را در سال روزه می‌گیریم، کسانی هستند که در اثر فقر و از روی مجبوریت تمام سال روزه‌دار هستند.

د روژې میاشت د خیرونو او برکتونو میاشت ده. په دې میاشت کې بل مسلمان ته لاس ورکول یوازې یوه وجیبه نه ده، بلکې د عبادتونو د تکمیل وسیله هم ده. په همدې وجه ټول افراد او موسسات کولای شي چې د خپل وس په اندازه د خیر په چارو کې برخه واخلي. د کار، اجتماعي چارو، شهیدانو او معلولانو وزارت او داسې نورې ادارې د خپلو امکاناتو په حد کې له بېوزلو کسانو او کورنیو سره مرسته کولای شي. دغه راز، ملي سوداګر، اقتصادي او تولیدي شرکتونه او خیرمن بډایان کولای شي چې د اسلامي اخوت په اساس خپلو بېوزلو وطنوالو ته د مرستې او محبت لاس ور اوږد کړي. له بلې خوا ، لازمه ده چې د ضروري توکو د بیو د جګېدو مخه ونیول شي. د مسوولو ادارو وظیفه ده چې احتکار کوونکي تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې راولي.

هموطنان عزیز!

ماه رمضان مانند مدرسه‌ای است که در آن درس اخلاق و معنویت می‌آموزیم. علمای کرام با استفاده از این فرصت گران‌بها می‌توانند از طریق مساجد و از راه درس‌ها و سخنرانی‌های‌شان در رسانه‌ها، ارزش‌های دینی و آموزه‌های اخلاقی را تبلیغ و تشریح کنند، تا فاصله‌ها از میان برداشته شود، و جامعه ما، بدان گونه که در حدیث نبوی آمده است، بنیانی مرصوص و دیواری استوار باشد. روزه برای تزکیه نفس و تقویت اخلاق حسنه است، و شایسته نیست که در این ماه مبارک به اسراف و تبذیر بپردازیم، یا به تندخویی و درشت‌گویی متوسل شویم. چه خوب است که همه ما تلاش کنیم تا در این ماه مبارک نمونه‌ای از برخورد نیک و رفتار ستوده باشیم.

د عمومي رسنیو دنده ده، چې خپل پروګرامونه د روژې د مقدسې میاشتې له شان او معنوي فضا سره سم ترتیب او تدوین کړي. دغه راز لازمه ده رسنۍ په دې موده کې د اسلامي تمدن او فرهنګ په باره کې خلکو ته معلومات ورکړي او د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د اوسېدونکو له ژوند او پرمختګونو سره یې اشنا کړي.

زه د ګران هېواد له غیرتمنو عسکرو او ټولو امنیتي قوتونو غواړم، چې د همېشه غوندې د امنیت د ساتلو لپاره پوره پوره کوښښ وکړي او خلکو ته دا فرصت برابر کړي، چې په دې مقدسه میاشت کې په آرام زړه او ذهن د الله پاک په عبادت او خپلو کارونو بوخت شي. د ګران افغانستان د غیرتي بچو او برحقه مدافعانو سعې او هڅې یو لوی جهاد دی، چې دوی یې د ملت د ژغورلو لپاره ترسره کوي. دا سمه نه ده چې له خپلو امنیتي قواوو سره یو طرفه قرارداد ولرو، یعنې یوازې دوی قرباني ورکړي، بلکې په کار ده چې خلک او دولت د دوی د قربانیو او فداکاریو حق ادا کړي او دغه رابطه په دوه طرفه اجتماعي قرارداد بدله شي.

خوشبختانه به همین ارتباط، مبلغ نود ۹۰ میلیون افغانی فراهم گردیده است تا مبنای راه‌اندازی صندوقی برای کمک به خانواده‌های شهدای نیروهای مسلح گردد، و این کار با شروع ماه مبارک رمضان به اجرا درمی‌آید. برای استفاده بهتر از آن بنیادی تأسیس می‌گردد که آن را به صورت شفاف و سیستماتیک به مستحقان برساند. ما می‌خواهیم فرزندان شهدا از امکانات تعلیم و تحصیل به خوبی برخوردار باشند، و لازم است که ذهنیت جامعه نیز در این باره تغییر کند، تا صدقات و کمک‌های خیریه ایشان در راه‌های بنیادی از جمله مساعدت به خانواده‌های شهدای نیروهای مسلح به مصرف برسد، و فرزندان و بازماندگان کسانی که برای آزادی و آبادی این وطن جان شیرین خود را فدا می‌کنند، در معرض محرومیت قرار نگیرند.

جنگ‌های تحمیل‌شده کنونی مانع می‌شود که مستقیماً به سراغ دشمن اصلی این وطن که فقر و محرومیت است، برویم. مصارفی که اکنون صرف مقابله با جنگ‌افروزان می‌گردد، می‌توانست صرف مقابله با فقر و ناداری شود، و آبادی بیشتر و انکشاف گسترده‌تر را به دنبال داشته باشد. جنگ کنونی سبب می‌شود که فقر تداوم یابد، عرصه صحت آسیب ببیند، و حکومتداری خوب با موانع و مشکلات روبه‌رو گردد.

ما با لبیک گفتن به ندای علمای کرام، آمادگی داشتیم و داریم که از هر گامی در جهت صلح و آشتی استقبال کنیم، و راضی نبودیم و نیستیم که هیچ خونی در این خاک بر زمین بریزد، و اکنون یک بار دیگر در این ماه مبارک، بر تعهد خود به صلح‌جویی و آشتی‌طلبی و تأمین زندگی مسالمت‌آمیز برای همه اتباع کشور، تأکید می‌کنیم. اما کسانی که «ندای صلح» را با «فریاد جنگ» پاسخ بگویند، حرمت این ماه مقدس را نادیده بگیرند، به دعوت علمای دینی کشور جواب رد بدهند، زندگی را بر مردم رنج‌دیده‌ی ما تلخ بسازند، و موجب آوارگی مردم بیگناه از خانه و کاشانه‌شان بشوند، همچنان که از تیر دعای مادران دردرسیده و یتیمان مصیبت‌کشیده رهایی ندارند، از خشم سربازان و افسران فداکار ما که برای مجازات بغاوت‌گران و جنگ‌افروزان آمادگی همه‌جانبه دارند، نیز راه فراری نخواهند داشت.

الله تعالی دې ټولو مسلمانو خویندو او وروڼو ته په طاعت او عبادت کې توفیق په نصیب کړي.

تل دې وي افغانستان  زنده باد افغانستان!

محمد اشرف غنی

رئیس جمهوری اسلامی افغانستان


شریکول