خبرونه

د پولیو له منځه وړو عالي شورا غونډه جوړه شوه
۰۳ چنګاښ ۱۳۹۷

د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او ستر سلاکار، ډاکتر نجیب‌الله مجددي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزیر، د وزارتونو او اړوندو ادارو، تمویلونکو او د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان...

کابینې د احمد‌شاه بابا د مقبرې او اوسېدو ځای د استملاک او بنسټیز ترمیم وړاندیز تایید کړ
۲۳ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د احمد شاه بابا د حرمسرای او اوسېدو ځای د ځمکې استملاک او د هغه د مقبرې د بنسټیز ترمیم وړاندیز تایید کړ.

د ۱۲ ولایتونو د ښوونځیو د تجهیزاتو برابرولو قراردادي شرکتونه له داوطلبیو محروم شول
۲۳ غبرګولی ۱۳۹۷

د بامیان او دایکنډي په ګډون د ۱۲ ولایتونو د ښوونځیو لپاره د تجهیزاتو برابرولو د قراردادونو نه پوره کېدل، د هغوی د تمویلونکو د مالي مرستې د میعاد تر نقض وړاندې، د قراردادونو د فسخه کېدو...

له اداري فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره د ۵۱ دولتي بنسټونو عمل پلانونه ترتیب شول
۰۸ غبرګولی ۱۳۹۷

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت درېیمه ناسته چې د وزارتونو او ادارو له استازو سره، د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوه، وویل شول چې تراوسه له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د تطبیق په...

کابینې په IFS نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ
۰۲ غبرګولی ۱۳۹۷

کابینې په نړیوال مالي سیستم IFS کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ، چې ورسره به د پوستي ادارو لپاره په برېښنایي او نغدي ډول د برېښنایي مالي حوالو زمینه برابره شي. 

تېر کال د ۹۵ تقنیني اسنادو مراحل ترسره شوي دي
۰۶ غبرګولی ۱۳۹۷

عدلیې وزارت د کابینې غونډې ته د ۱۳۹۶ تقنیني کال د پلان ترسره شویو کارونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، په دې کال کې د تقنیني سندونو د مراحلو ترسره کولو شمېر ۹۵ وښود، چې په پلان کې د نیول شویو سندونو دوه برابره دي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه تایید کړل
۳۰ غویی ۱۳۹۷

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځوسمه غونډه کې د ۹۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه منظور شول، د کورنیو چارو وزارت د اضطراري تدارکاتو طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید شو...