د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

خبرونه

د ترانسپورټ وزارت، د هوایي چلند ملکي ادارې، رېل پټلۍ ادارې او له فواید عامې وزارت سره د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست په ادغام سره د ترانسپورټ وزارت تر عنوان لاندې د یوې واحدې مرکزي ادارې جوړېدل
۰۲ مرغومی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي مقام د فرمان پر اساس، له ترانسپورټ وزارت، د ملکي هوایي چلند ادارې، رېل پټلۍ ادارې او له فواید عامې وزارت سره د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو ریاست په ادغام، د «ترانسپورټ وزارت» تر عنوان لاندې نوی مرکزي اداري واحد جوړېږي.

د اقتصادي ودې ستراتېژۍ د تطبیق پلان او د جینوا د متقابلې ځواب وینې چوکاټ تأیید شو
۲۹ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د اقتصادي ودې ستراتېژۍ د تطبیق پلان او د افغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ کې د جینوا د متقابلې ځواب وینې چوکاټ په اړه د مالیې وزارت راپور تأیید شو.

ملي شورا ته د حکومت د کارکړنو د راپور وړاندې کولو په اړه توضیحي غونډه ترسره شوه
۲۹ لیندۍ ۱۳۹۷

ملي شورا ته د حکومت د کار‌کړنو د راپور وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه، په ۲۷ او ۲۸ لېندۍ ۱۳۹۷ نېټه، د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت له لوري،...

د ۱۳۹۷ مالي کال په څلورمه ربع کې د عوایدو ۲۸ سلنه زیاتوالی
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د ۱۳۹۷ مالي کال د ملي عوایدو په اړه د مالیې وزارت راپور او وړاندیزونه تأیید شول.

د ۱۳۹۷ مالي کال ۹۱ سلنه انکشافي بودجه مصرف شوې ده
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۷

د حکومت له لوري په انکشافي پروګرامونو د څه باندې ۱۲۴ میلیارد افغانیو په مصرفولو سره، د ۱۳۹۷ مالي کال د انکشافي بودجې مصرف ۹۱ سلنې ته رسېدلی دی. تېر مالي کال، ۱۰۲ میلیارد افغانۍ انکشافي بودجه مصرف شوې وه.

کابینې د ملکي کارکوونکو د معاشونو د مدیریت پالیسي په پرنسیپ کې تأیید کړه
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، د ملکي کارکوونکو د معاشونو د مدیریت پالیسي په پرنسیپ کې تأیید کړه.

د ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۵ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۲۵ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلور اویایمه اونیزه غونډه کې، د ۲۲ تدارکاتي مواردو تر ارزولو وروسته، د ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۵ قراردادونه منظور شول.