د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

جمهوررئیس غني تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ ، په کنفرانس کې ګډون وکړ
۱۳ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهور رئیس محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په دویمه ورځ د یاد هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې د "تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره تیلیفوني خبرې وکړې
۱۳ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا د متحدو ایالتونو منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د متحدو عربي اماراتو د خپلواکۍ په جشن کې ګډون وکړ
۱۲ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د "ترګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ" کنفرانس او د متحدو عربي اماراتو د خپلواکۍ په جشن کې د ګډون په موخه د متحدو عربي اماراتو پلازمینې...

جمهوررئیس غني د ۲۰۷قول‌اردو قوماندان ډګرجنرال محی‌الدین غوري د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ
۱۱ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د هرات د ۲۰۷ ظفر قول‌اردو قوماندان ډګرجنرال محي‌الدین غوري د جنازې لمانځه په مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ولایت ته ورغی. نوموړی په بادغیس ولایت کې د هلیکوپټر د سقوط پېښه کې شهید شو.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۱۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ قراردادونه منظور کړل
۱۱ لیندۍ ۱۳۹۵

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په پنځه اویایمه پرلپسې اونیزه غونډه کې د ۱۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ قراردادونه تایید کړل، ۳ قراردادونه بېرته وګرځول شول او ۳ نور قرادادونه رد شول.

جمهوررئیس غني د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره وکتل
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د چین د ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کانګ زینیو او ملګري پلاوي سره وکتل.

جمهور رئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړې سرپرستې استازې سره وکتل
۱۰ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې سرپرستې استازې لارل میلر سره په ارګ کې وویل، چې که تحمیل شوې جګړه دوام ومومي، موږ به د خپلو خلکو او هېواد د دفاع لپاره، پر بدیلو لارو غور او اقدام وکړو.