د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۵

ارگ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې زموږ وطنپال جنرال، د ۲۰۷ نمبر قول اردو قوماندان جنرال محي الدین غوري د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع کې د یو رسمي ماموریت پر مهال، هوايي سانحه کې ژوند له لاسه ورکړ.

جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې: راتلونکی نسل به ستاسو قهرماني په نیکۍ یادوي
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بلخ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د ۲۰۹ نمبر شاهین قول اردو په مقر کې په جوړه شوې غونډه کې، چې د بلخ ولایت سرپرست او لوړپوړو نظامي چارواکو هم په کې حضور درلود، ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني په مزار شریف ښار کې په خپل استوګنځي کې د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره لیدنه او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني: زموږ هدف دا دی، چې د افغانستان هر سرحدي ولایت په سوداګریزې سیمې بدل شي
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۵

جمهوررئیس غني په آقینې ښار کې د جوزجان ولایت له مشرانو او هغه پلاوي سره، چې د آقینې ریل پټلۍ د پرانستې په مراسمو کې یې ګډون کړی و ولیدل او د اندخوی د اوبو رسونې پروژه یې افتتاح او ګټې اخستنې ته وسپارله.

جمهوررئیس غني د بلخ په سفر کې له مختلفو قشرونو سره ولیدل
۰۹ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د آقینې ریل پټلۍتر پرانستې وروسته، د دوشنبې ورځې ماښام په بلخ کې د وروستۍ تروریستي پېښې د غمشریکۍ او خواخوږۍ لپاره، مزار شریف ښار ته ولاړ.

د ترکمنستان د انرژۍ فابریکې او سیمه ییز ترانسپورټ د یوې برنامې په اساس جمهوررئیس غني ته وروپېژندل شول
۰۷ لیندۍ ۱۳۹۵

ترکمنستان ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د درې ورځني سفر پر مهال، د سیمه ییز ټرانسپورټ او انرژۍ فابریکو جوړولو لپاره، ده او ورسره پلاوي ته د هرکلي پروګرام جوړ شو.

جمهوررئیس غني د سیمه ییزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د هڅو له امله افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه
۰۷ لیندۍ ۱۳۹۵

پرله پسې په مختلفو او په ځانګړي ډول د سیمه ییزو او اقتصادي اړیکو پراختیا په برخه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د هڅو له امله، د ترکمنستان جمهوررئیس هغه ته افتخاري دوکتورا ورکړه.