د جمهور رئیس خبرې
د اسلامي نظام اساس «عدالت» جوړوي. حکومت د عدالت د ټینګښت لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

خبرونه

کابینې تر لېسانس د پورته لوړو زده‌کړو د مقررې طرحه او د غیر حضوري زده کړو مقرره تصویب کړه
۳۱ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، تر لېسانس د پورته لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) مقررې طرحې بیاکتنه او د غیر حضوري زده کړو مقررې طرحه په پرنسیپ کې تأیید شوه.

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په خوست ولایت کې ترسره شو
۲۸ وږی ۱۳۹۷

د افغان ښځو لپاره د ملي اجماع پروګرام په خوست ولایت کې ددې ولایت د والي، د اطلاعاتو و فرهنګ وزیرې، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارانو او د سولې عالي شورا د یو شمېر غړو په حضور او د خوست ولایت د ښځو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شو.

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې ۸ تدارکاتي موارد تأیید شول
۲۴ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او دري شپېتمه غونډه کې، د ۱۰ تدارکاتي مواردو تر ارزولو وروسته د ۸۲۱ میلیون  افغانیو په ارزښت ۸ موارد منظور شول.

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ترسره شو
۲۱ وږی ۱۳۹۷

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ددې ولایت د والي، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارانو او د سولې عالي شورا د یو شمېر غړو په حضور او د لوګر ولایت د ښځو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شو.

کابینې د کانونو، ښاروالیو، دولتي شرکتونو د قوانینو طرحې او ۴ نور قوانین تأیید کړل
۱۴ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په فوق‌العاده غونډه کې د کانونو، ښاروالیو، دولتي شرکتونو، د ځانګړو اقتصادي زونونو او د عامه او خصوصي مشارکت قوانینو طرحې تأیید شوې.

سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع پروګرام په پروان کې ترسره شو
۱۳ وږی ۱۳۹۷

د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر په همغږۍ او د ښځو په ګډون د سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع پروګرام په پروان ولایت کې ترسره شو.

جمهوررئیس غني د تذکرو د وېش بهیر کې د تذویر څېړلو په موخه پلاوی وګماره
۱۳ وږی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد‌اشرف غني د حکم پر اساس، له ۱۳۹۶ تر ۱۳۹۷کال پورې د تابعیت تذکرو د وېش په بهیر کې د تزویر څرنګوالي د هر اړخیزې څېړنې په موخه د لویې څارنوالۍ په مشرۍ باصلاحیته پلاوی وګمارل شو.