خبرونه

د افغانستان اسلامي امارت رئيس الوزرا د نېکمرغه لوی اختر لمونځ د ارګ جامع جومات کې ادا کړ
۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱

د نېکمرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې چې پر رئيس الوزرا سربېره د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې محترمو غړیو او د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر نورو ملکي او نظامي مقاماتو ګ‌‌‌‌‌‌ډون درلود

د رياست الوزرا ءسياسي مرستيال دپارلماني چارو له پخواني وزیر او د ننګرهار له پخواني والي ضياء الحق امرخېل اود ولسي جرګې له پخواني مرستیال امير خان يار سره وکتل .
۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبير نن مازدیګر د چنګاښ ۱۶ مه په سپیدار مانۍ کې دپارلماني چارو له پخواني وزیر او د ننګرهار له پخواني والي ضياء الحق امرخېل اود ولسي جرګې له پخواني مرستیال امير خان يار سره وکتل .

د وروستیو سېلابونو له امله یوشمېر هېوادوالو ته د اوښتو زیانونو په اړه ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال خواشینۍ پيغام
۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱

له بده‌مرغه په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېلابونو یوشمېر هېوادوالو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست سره وکتل
۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په افغانستان کې د ملګرو ملتوننو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړي استازي له مرستيال سره وکتل
۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱

 د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د يوناما سرپرست او په سياسي چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال مارکوس پوتزل سره وکتل.

نن په اقتصادي معاونیت کې د تجارت او مالیې وزارتونو، نورم او سټنډرډ ملي ادارې، د ګازو او تېلو دولتي شرکت او د درنو جرمونو ضد ادارې استازو د تېلو د نرخونو په راټیټولو او د بازار د ساتلو په اړه اختصاصي غونډه وکړه.
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱

نن په اقتصادي معاونیت کې د تجارت او مالیې وزارتونو، نورم او سټنډرډ ملي ادارې، د ګازو او تېلو دولتي شرکت او د درنو جرمونو ضد ادارې استازو د تېلو د نرخونو په راټیټولو او د بازار د ساتلو په اړه اختصاصي غونډه وکړه.

د روشن مخابراتي شرکت رئیس سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه
۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن د روشن مخابراتي شرکت له رئیس سید عزت الله هاشمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.