د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

خبرونه

جمهوررئیس غني: د غوراوي کمېټې په کار کې مداخله جرم دی
۲۶ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن له غرمې مخکې د غوراوي کمېټې په غوښتنه د یادې کمېټې غړو سره وکتل.

جمهوررئیس غني د ځوانانو صندوق سره مرسته وکړه
۲۵ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د خپلو شخصي پيسو څخه د ځوانانو صندوق سره ۶۶۰زره افغانۍ مرسته وکړه.

جمهور رئیس غني د جاپان سفیر ته د غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ
۲۵ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي  هیروشي تاکاهاشي سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې وه، د مخه ښې کتنې پرمهال د نوموړي د خدمتونو او کوښښونو د قدرونې په موخه...

جمهوررئیس غني: حاجیانو ته باید هرکال تر پخوا ښه خدمات برابر شي
۲۴ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې له سعودي عربستان څخه راستنو شویو وروستیو حاجیانو ته د ښه راغلاست او د دغې پروسې د ښه تنظیم له امله له اړوندو مسوولینو څخه د مننې پرمهال وویل...

جمهوررئیس غني پر سخي زیارت د تروریستي برید ټپیانو پوښتنه وکړه
۲۲ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پر سخي زیارت د تروریستي برید د ټپیانو چې دا مهال ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي پوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني: په افغانستان کې د مذهبونو پیروان د سیمې هېوادونو په کچه د مذهبي ګډې اوسېدنې بېسارې نمونه ده
۲۱ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار نبي اکرم(ص) جامع جومات کې د عاشورا مراسمو کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني: تروریزم د بشریت دښمن دی او هیڅ وخت د افغانستان خلکو کې ځای نه لري
۲۱ تله ۱۳۹۵

ارګ، کابل: د تاسف او تاثر په څرګندولو سره ، په داسې حال کې چې د افغانستان مسلمان خلک په جوماتونو او تکایاو کې د حضرت محمد(ص) د لمسي د شهادت تلین نمانځي او عزاداري کوي، د تروریستانو اړوند افراد یو ځل بیا په بلخ ولایت کې...