د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

خبرونه

جمهور رئيس داخلي بې ځایه شویو ته پر وخت او د یو برابر مرستو په رسولو ټینګار وکړ
۲۱ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په بیړنیو چارو کې د دولت کمېټې ناستې په زیان منونکو ولایتونو کې د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدګي په هکله بحث وکړ.

د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو قرارداد لاسلیک شو
۲۰ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو وزارت له هېواد باګرام او سمیع الله فهیم شرکتونو سره د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو د کار بیا پيلولو قرارداد لاسلیک کړ.

جمهور رئیس غني : کندز کې امنیت، مسوولیت او مشارکت غواړو
۱۹ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د کندز ولایت له یو شمېر مشرانو، علماو، د ولایتي شورا استازو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل.

د غالیو د استوګنیزو او صنعتي ښارګوټو د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو
۱۹ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د ښارجوړولو وزارت، د ځمکو د خپلواکې ادارې او د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې ترمنځ د غالیو د استوګنیزو او صنعتي ښارګوټو جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

جمهوررئیس غني د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت د توحید ملي مرکز له لارې وارزولو
۱۹ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني توحید ملي مرکز کې د ویډیوکنفرانس له لارې د کندز، بغلان، هلمند، ارزګان، کندهار، فراه، فاریاب، بادغیس، زابل او ننګرهار ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو سره...

جمهوررئیس غني د ملي تدارکاتو ادارې رئیس ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ
۱۸ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس او کارکوونکو د ښو او غوره کړنو او خدمتونو د قدرونې په موخه ښاغلي یما یاري ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال او د یادې ادارې کارکوونکو ته تقدیرنامې ورکړې.

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه
۱۸ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په ارګ کې د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه د ګټې اخېستو په څرنګوالي، په مرکز او ولایتونو کې د باروړنکو او مسافروړنکو ترانسپورټي ترمینلونو جوړولو پر طرحې او...