د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

خبرونه

جمهوررئیس غني: افغان مېرمنې اوس کولی شي د خپل ځان په استازیتوب په یوه لید لوري او ژمنتیا خبرې وکړي
۱۳ تله ۱۳۹۵

په بروکسل ښار کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د «سمسور افغانستان او ځواکمنې مېرمنې» په غونډه کې ګډون وکړ، په خپلو خبرو کې یې وویل: افغان مېرمنې اوس کولی شي د خپل ځان په استازیتوب، په څرګنده توګه، په یوه لید لوري او ژمنتیا سره خبرې وکړي.

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه
۱۲ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې د افغان – تاجک د رسوبي حوزې قرارداد د تعدیل په موضوع بحث وشو.

جمهور رئیس غني بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته روان شو
۱۲ تله ۱۳۹۵

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په بروکسل کنفرانس کې د ګډون په خاطر په درې ورځني سفر د بلجیم پلازمینې بروکسل ته روان شو.

د جمهور رئیس غني په حضور کې د شبرغان ګاز څخه د برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک شو
۱۲ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني او د بیات پاور شرکت رئیس احسان الله بیات د شبرغان طبیعي ګاز څخه  د ۵۲ میګا واټه برېښنا د تولید تفاهم لیک لاسلیک کړ.

جمهوررئیس غني د محرم په درشل کې له سني او شیعه علماوو سره وکتل
۱۱ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د محرم په درشل کې د سني او شیعه علماوو سره نن مازیګر په ارګ کې وکتل.

مطبوعاتي اعلامیه
۱۱ تله ۱۳۹۵

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له افغانستان سره د برتانیې د یو میلیارد مرستې د اعلان هرکلی کوي.

د عدلي او قضائي مرکز تر تحقیق لاندې د اداري فساد ۱۶ قضیې دي
۱۱ تله ۱۳۹۵

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د عدلي او قضائي مرکز مسؤولینو د قانون د حاکمیت او  له فساد سره د مبارزې د عالي شورا په درېیمه غونډه کې د تحقیق مرحلې ته د اداري فساد د ۱۶ قضیو د کار رسېدو خبر ور کړ.