د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

خبرونه

جمهوررئیس غني د ځوانانو صندوق سره مرسته وکړه
۲۵ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د خپلو شخصي پيسو څخه د ځوانانو صندوق سره ۶۶۰زره افغانۍ مرسته وکړه.

جمهور رئیس غني د جاپان سفیر ته د غازي وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال ورکړ
۲۵ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي  هیروشي تاکاهاشي سره چې د ماموریت موده یې پای ته رسېدلې وه، د مخه ښې کتنې پرمهال د نوموړي د خدمتونو او کوښښونو د قدرونې په موخه...

جمهوررئیس غني: حاجیانو ته باید هرکال تر پخوا ښه خدمات برابر شي
۲۴ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې له سعودي عربستان څخه راستنو شویو وروستیو حاجیانو ته د ښه راغلاست او د دغې پروسې د ښه تنظیم له امله له اړوندو مسوولینو څخه د مننې پرمهال وویل...

جمهوررئیس غني پر سخي زیارت د تروریستي برید ټپیانو پوښتنه وکړه
۲۲ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پر سخي زیارت د تروریستي برید د ټپیانو چې دا مهال ایمرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې دي پوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني: په افغانستان کې د مذهبونو پیروان د سیمې هېوادونو په کچه د مذهبي ګډې اوسېدنې بېسارې نمونه ده
۲۱ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل ښار نبي اکرم(ص) جامع جومات کې د عاشورا مراسمو کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني: تروریزم د بشریت دښمن دی او هیڅ وخت د افغانستان خلکو کې ځای نه لري
۲۱ تله ۱۳۹۵

ارګ، کابل: د تاسف او تاثر په څرګندولو سره ، په داسې حال کې چې د افغانستان مسلمان خلک په جوماتونو او تکایاو کې د حضرت محمد(ص) د لمسي د شهادت تلین نمانځي او عزاداري کوي، د تروریستانو اړوند افراد یو ځل بیا په بلخ ولایت کې...

جمهور رئيس داخلي بې ځایه شویو ته پر وخت او د یو برابر مرستو په رسولو ټینګار وکړ
۲۱ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په بیړنیو چارو کې د دولت کمېټې ناستې په زیان منونکو ولایتونو کې د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدګي په هکله بحث وکړ.