د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

خبرونه

جمهوررئیس غني د ملي تدارکاتو ادارې رئیس ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ
۱۸ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس او کارکوونکو د ښو او غوره کړنو او خدمتونو د قدرونې په موخه ښاغلي یما یاري ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال او د یادې ادارې کارکوونکو ته تقدیرنامې ورکړې.

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه جوړه شوه
۱۸ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په ارګ کې د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه د ګټې اخېستو په څرنګوالي، په مرکز او ولایتونو کې د باروړنکو او مسافروړنکو ترانسپورټي ترمینلونو جوړولو پر طرحې او...

جمهوررئیس غني عامې روغتیا وزارت څخه د ناڅاپي لیدنې پرمهال یو شمېر کسان له دندو ګوښه کړل
۱۷ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عامې روغتیا وزارت څخه د ناڅاپي لیدنې پرمهال د عامې روغتیا وزیر ته د یو شمېر هغو لومړۍ درجه مسوولینو د ګوښه کولو لارښوونه وکړه، چې په دندو کې یې بې غوري او تنبلي کوله.

جمهوررئیس غني پرون شپه په ناڅاپي توګه د وزیر محمداکبر خان او د اندراګاندي روغتونونو څخه لیدنه وکړه
۱۶ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون شپه ناوخته په ناڅاپه ډول د وزیر محمداکبرخان او اندراګاندي روغتونونو ته ورغی د یادو روغتونونو د عمومي وضعیت د ارزونې تر څنګ یې د بستري ناروغانو د حالت پوښتنه وکړه او پایوازانو سره یې هم وکتل.

جمهوررئيس غني چې بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وو، بېرته هېواد ته راستون شو
۱۵ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني چې د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان لپاره بروکسل کنفرانس کې د ګډون په موخه بلجیم ته تللی وو، نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.

جمهوررئیس غني: بروکسل ناسته د دې ښودونکې ده چې نړۍ د افغانانو خوندي راتلونکي ته ژمنه ده
۱۴ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور ”د اباداني او سولې لپاره مشارکت“ تر سرلیک لاندې د افغانستان لپاره بروکسل کنفرانس نن له غرمې مخکې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل ښار کې رسماً پرانیستل شو.

جمهوررئیس غني: د اسیا سیمه‌ییزه همپالنه د هیچا په ضد نه‌ده، بلکې د ټولو په ګټه ده
۱۴ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د "سیمه‌ییزه همکاري او آبادي" په نامه د سیمه‌ییزو همکاریو په نامه ناسته کې چې د بلجیم مرکز بروکسل ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.