د جمهور رئیس خبرې
موږ، د افغانستان ډېری خلک، په لېوالتیا هغه لیدلوری تعقیبوو، چې وکولای شو د افغانستان اسلامي جمهوریت نظام بنسټونه پخپله جوړ کړو؛ په هېواد کې د سولې، یووالي او ملي پیوستون خاوندان شو او د سیمه‌ییز اتصال، د اسلامي زده کړو مرکز او د آسیا څلور لارې د محور په توګه د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو د بستر په توګه عمل وکړو.

خبرونه

د عدلي او قضائي مرکز تر تحقیق لاندې د اداري فساد ۱۶ قضیې دي
۱۱ تله ۱۳۹۵

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د عدلي او قضائي مرکز مسؤولینو د قانون د حاکمیت او  له فساد سره د مبارزې د عالي شورا په درېیمه غونډه کې د تحقیق مرحلې ته د اداري فساد د ۱۶ قضیو د کار رسېدو خبر ور کړ.

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د محرم د لسمې لپاره د امنیتي تیاریو غونډه جوړه شوهv
۱۰ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د محرم د لسمې د نمانځنې لپاره د امنیتي ترتیباتو د چمتوالي په موخه نن مازیګر ارګ کې غونډه جوړه شوه.

د کجکي بند د دویم فاز قرارداد لاسلیک شو
۱۰ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د کجکې بند د دویم فاز د پراختیا او جوړولو قرارداد د انرژۍ او اوبو وزیر علي احمد عثماني او د ۷۷ترکي کمپنۍ عمومي رئیس سلیمان سلیو لاسلیک کړ.

جمهور رئیس غني د ملکیتونو د رسمي سندونو د وېش لومړی پړاو پرانیسته
۱۰ تله ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د غیر رسمي ملکیتونو خاوندانو ته د رسمي سندونو د وېش لومړۍ مرحله د کابل ښار د لومړۍ ناحیې څو تنو ته د سندونو په وېشلو پيل کړه.

د دری میلیاردو افغانیو ارزښت په شا و خوا کې ۲۴ تدارکاتي نړونونه منظور شول
۱۸ وږی ۱۳۹۵

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرذۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نهه شپېتمه غونډه کې د دری میلیارده افغانیو ارزښت په شاوخوا کې ۲۴ نړونونه منظور شول.