خبرونه

د رایه ورکوونکو د بایومیټریک سیستم او وسایلو قرارداد او ۱۸ نور تدارکاتي موارد منظور شول
۰۸ تله ۱۳۹۷

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۱ تدارکاتي مواردو تر ارزونې وروسته، د ۵٫۳۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د رایه ورکوونکو د معلوماتو راټولولو د بایومیټریک سیستم او د وسایلو د تدارک او تهیې قرارداد او ۱۸ نور تدارکاتي موارد منظور کړل.

د شهید ساتنمن سعدالله وارثینو ته یو باب آپارتمان ورکول کېږي
۰۴ تله ۱۳۹۷

د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر اساس، د شهید ساتنمن سعدالله د ګل محمد زوی، چې د کابل امنیه قوماندانۍ د سفارتخونو قطعې مؤظف و او د ۱۳۹۶ کال د غبرګولي میاشتې...

د بدخشان د سروزرو کان پروژې او د سرپُل د بلخاب مسو پروژې د قرارداد ورکړه په پرنسیپ کې تأیید شوه
۰۱ تله ۱۳۹۷

د بدخشان ولایت د سروزرو کان د قرارداد او د سرپُل ولایت د بلخاب مسو پروژې قرارداد د ورکړې وړاندیز، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلورشپېتمه غونډه کې وشو، په پرنسیپ کې تأیید شو.

کابینې تر لېسانس د پورته لوړو زده‌کړو د مقررې طرحه او د غیر حضوري زده کړو مقرره تصویب کړه
۳۱ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې، تر لېسانس د پورته لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) مقررې طرحې بیاکتنه او د غیر حضوري زده کړو مقررې طرحه په پرنسیپ کې تأیید شوه.

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په خوست ولایت کې ترسره شو
۲۸ وږی ۱۳۹۷

د افغان ښځو لپاره د ملي اجماع پروګرام په خوست ولایت کې ددې ولایت د والي، د اطلاعاتو و فرهنګ وزیرې، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارانو او د سولې عالي شورا د یو شمېر غړو په حضور او د خوست ولایت د ښځو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شو.

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې ۸ تدارکاتي موارد تأیید شول
۲۴ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او دري شپېتمه غونډه کې، د ۱۰ تدارکاتي مواردو تر ارزولو وروسته د ۸۲۱ میلیون  افغانیو په ارزښت ۸ موارد منظور شول.

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ترسره شو
۲۱ وږی ۱۳۹۷

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ددې ولایت د والي، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارانو او د سولې عالي شورا د یو شمېر غړو په حضور او د لوګر ولایت د ښځو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شو.