د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

د صادراتو ملي ستراتېژي او د لویو مالیه ورکوونکو ملي دفتر جوړول تصویب شول
۲۵ وری ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا، د صادراتو ملي ستراتېژي او  د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د دفتر جوړول تائید کړل او د غونډې ګډونوالو د روان‌موټورز خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې؛ د محب ګروپ کمپنۍ لپاره د ځمکې...

د اداري فساد ضد مبارزې ځانګړي سکرتریت د دولتي ادارو له استازو سره لومړنۍ غونډه ترسره کړه
۲۵ وری ۱۳۹۷

د فساد ضد مبارزې ځانګړي سکرتریت د ۶۳ وزارتونو او دولتي ادارو له استازو سره د اداري فساد ضد مبارزې ملي ستراتېژۍ د تطبیق په اړه لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره کړه.

ښوونکو ته د پورونو ورکړې صندوق جوړېږي
۲۵ وری ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ښوونکو ته د پورونو ورکړې صندوق جوړولو په اړه د پوهنې وزارت طرحه تصویب کړه.

د دوو ښځینه شهیدو پولیسو وارثینو ته آپارتمان ورکول کېږي
۲۵ وری ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس د حکم پر اساس د بدخشان ولایت د دوه ښځینه شهیدو پولیسو افسرانو وارثینو ته، چې د وسله والو مخالفینو له لوري شهیدې شوې وې، آپارتمان ورکول کېږي.

د ۲٫۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷ قراردادونه په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۲۵ وری ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځه څلوېښتمه اونیزه غونډه کې د ۲٫۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۷ قراردادونو د منظورېدو غوښتنه، د کام‌ایر او آریانا هوایي شرکتونو له لوري د حاجیانو لېږد او د خواجه‌رواش...

د کندهار ولایت د حضرت عمر فاروق (رض) جامع مسجد د جوړېدو مالي سرچینې منظور شوې
۲۳ وری ۱۳۹۷

په کندهار ولایت کې د حضرت عمر فاروق (رض) د جامع مسجد د مالي سرچینو د تأمین، د احمد شاهي سړک او د احمد شاه بابا د کور استملاک او د کندهار د پخوانۍ قول اردو د دویم نمبر سړک جوړېدو په اړه د کندهار ښاروال...

د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې جواز په ګډون ۵ تدارکاتي قراردادونه په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۲۰ کب ۱۳۹۶

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې، د ۳۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت د پیش بیني شوې پانګونې په بدل کې د نوري فایبر ملي شبکې د پانګونې...