د ګمرکونو نړيوال سازمان سکرتر جنرال سره د جمهوررئیس کتنه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښين پلازمېنه تاشکند کې د ګمرکونو نړيوال سازمان سکرتر جنرال کانيو ميکوريا او د سيمه ييزې پراختيا مدير داشين اليف سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ګمرکونو پر عصري کولو، سيمه ييز اتصال کې د افغانستان ارزښتناک رول او د ګمرکونو د ښه مدیریت په موخه د زېربناوو او طرزالعملونو جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

جمهوررئیس د ډيجيټلي کېدو پروسې پر تطبيق او چټکتيا ټينګار وکړ وې ويل، د افغانستان بانک ډيجيټلي شوی، دغه پروسه بايد سراسري او معاشونه هم ډيجيټلي شي.

د ګمرکونو نړيوال سازمان سکرتر جنرال جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د ډيجيټلي کېدو پروسې د تطبيق په برخه کې د مرستې په موخه به له اړوند مسوولينو سره له نږدې کار وکړي.


شریکول