د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس ګمارل کېدل

۲۶ چنګاښ ۱۴۰۰

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه عبدالمتین بېک د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د نوي رئیس په توګه رسماً معرفي کړ.

په دې برنامه کې، لومړی د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رئیس په توګه د عبدالمتین بېک د ګومارنې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس فرمان ولوست.

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د مخکېني رئیس محمد شاکر کارګر د کړنو ستاینې ترڅنګ له عبدالمتین بېک څخه مننه وکړه چې په حساسو شرایطو کې یې د عالي مقام دفتر د ریاست مهم مسوولیت ومانه.

د هیواد جمهوررئیس، عبدالمتین بېک ته په خطاب کې وویل، تاسو په ملي امنیت، سیمه ییزو ارګانونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي کې لازمه تجربه لرئ.

جمهوررئیس په سپارل شویو چارو کې عبدالمتین بېک ته د بریالیتوب ترڅنګ وویل، دې خاورې ته د خدمت لپاره زموږ ژمنتیا، رښتینولي او غوڅ تصمیم په بشپړه توګه واضح دی.

عبدالمتین بېک د جمهوررئیس له باور څخه مننه وکړه وې ویل: ژمنه کوم چې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د رئیس په توګه به له نورو برخو سره د هیواد د ملي او علیا ګټو د تامین لپاره اساسي ګامونه پورته کړم.


شریکول