نادریه او غلام حیدرخان لېسو څخه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال لیدنه

۱۹ غویی ۱۴۰۱

دافغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په کابل کې له نادریه او غلام حیدرخان لېسو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې محترم حنفي د ښوونکو او زده کوونکو نظریات او غوښتنې واورېدې او د هغوی غوښتنو ته د رسیدګي ژمنه یې وکړه.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال پوهې او زده کړو ته د زده کوونکو د هڅونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې اسلامي امارت د هیواد د معارف د ظرفیت او کیفیت لوړولو لپاره کافي کوښښونه کوي.
توموړي همدارنګه د یادو ښوونځيو د مدیریتونو مسوولینو ته څرګنده کړه کوم ښوونکي او زده کوونکي چې خپلو درسي ټولګیو ته نه حاضرېږي، د هغوی حاضري باید قید او اصولي اجرات وشي.


شریکول