افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

۲۰ غویی ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینس سره وکتل.

په دغه کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مرستیال رامز الاکبروف هم حضور درلود، دواړو لوریو له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې پر لازیاتې همغږۍ او روڼتیا بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې دیبورا لاینس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ارګانونو د فعالیتونو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د بشردوستانه مرستو د لازیات انسجام، اسانتیا او همغږۍ او د ننګونو د مخنیوي په اړه د اړوندو وزارتونو او د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو ترمنځ پر مشترکې غوندې ټینګار وکړ.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبداسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ، مستحقیقنو ته په شفاف ډول د بشردوستانه مرستو رسولو په برخه کې د یادې غونډې جوړولو هرکلی وکړ او هغه یې د اسلامي امارت او مرستندویه ادارو ترمنځ د لازیات تفاهم او همغږۍ په برخه کې مهمه وبلله.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په دې وروستیو کې د راوتلو سېلابونو له امله د هیوادوالو ځاني او مالي زیان ته په اشارې، زیانمنوشویو ته د لازیاتې مرستې د غوښتنې ترڅنګ په ټینګار وویل، اسلامي امارت د نشه یي توکیو کښت او قاچاق منع ګرځولی، افغان کروندګرو سره باید د بدیل معیشت په برخه کې مرستې وشي.

د دغې کتنې په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مرستیال یې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د دوامداره هڅو په خاطر پر لازیاتې همغږي او تفاهم ټینګار وکړ.#


شریکول