د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره ولیدل

۲۱ غویی ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن مازدیګر په سپيدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره ولیدل.
په دې ناسته کې آغلې لاینز وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه ښه نیت لري او د پخوا په پرتله اوس له دې هېواد سره مرستو ته ډېره لېواله ده.
هغې په ځانګړې توګه د کوکنارو د بندولو ، له نشه يي توکیو سره د اسلامي امارت د مبارزې او مخنیوي، د ماینونو دشنډولو اوله بزګرانو او مالدارو سره مرستې هغه موارد وبلل چې ملګري ملتونه پکې له افغانستان سره د عاجلو مرستو اراده لري.
هغې وویل، دوی هڅه کوي د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده شي. آغلې لاینز دافغانستان په اړه د نړیوالو ځينې اندېښنې د مرستو پر وړاندې نسبي خنډونه وبلل.
وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له آغلې لاینز څخه مننه وکړه چې افغانستان ته ښه نیت لري او په امنیت شورا کې یې د افغانستان ښه انځور وړاندې کړ.
نوموړي له جګړه ځپلو افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو مرستو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانان دغو مرستو ته عاجله اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو څرګندونو کې د نړیوالو اندېښنو ته قناعت بخښونکی ځواب ووایه او زیاته یې کړه، د افغانستان اسلامي امارت نه غواړي چې ښځې له تعلیم څخه بې برخې کړي او یا یې په کور کېنوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نمونې په توګه ځینې هغه موارد یاد کړل چې ښځې او نجونې پکې عملاً په سوداګرۍ او تعلیم بوختې دي، په دفترونو او روغتونونو کې کار کوي او اسلامي امارت ورته زمینې برابرې کړي دي.
نوموړي هیله وښوده چې په دې اړه شته ستونزې به ژر حل شي.


شریکول