د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون غونډه وشوه

۲۱ غویی ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه پرون په سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوه.
دا غونډه د کمېسیون د محترمو غړیو هر یو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو د عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق او همدارنګه افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د رئیس شیخ شهاب الدین دلاور او غړي انس حقاني او همدارنګه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د سرپرست شیخ محمد خالد حنفي په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د بېلابېلو سیاسي موضوعاتو په ځانګړي ډول افغان شخصیتونو سره د تماس او هیواد ته د هغوی د راستنېدو د زمینې برابرولو او همدارنګه د فرهنګي فعالیتونو او بشري مرستو په اړه له بحث او خبرو وروسته تصمیمونه ونیول شول.


شریکول