د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ اداري کمېسیون غونډې جوړېدل

۲۲ غویی ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه د اسلامي امارت په لوګو او نوي فارمټ د برېښنایي تذکرو د چاپ، د وزارتونو او خپلواکو ریاستونو اړوند وسایطو د اړتیا وړ تېلو د تدارک او پېرلو، د افغان ټلېکام مخابراتي شرکت پروژو د تدارکاتي طی مراحلو، سمنګانو ولایت ته د بلخ ولایت له بدنې څخه د خلم ولسوالۍ د اداري چارو د لېږد پر څرنګوالي، له تېرو کلونو راهیسې د ملي بس دولتي شرکت د بېلانس ترتیبولو او د هغو ښاروالیو د تشکیل او بودجې پر ارزونې چې په ۱۴۰۰ کال کې نه وې منظورې شوې بحث او خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

همداراز یاد کمېسیون له اوزبیکستان څخه د نقلیه وسایطو خریدارۍ د ارزونې په موخه هم پلاوی موظف کړ.


شریکول