د امیرالمومنین وینا
امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز دې امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.

د حج د ملي کمېټې څلورمه غونډه ترسره شوه

۰۴ غبرګولی ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج د ملي کمېټې څلورمه غونډه د یادې کمېټې د محترمو غړو په ګډون نن له غرمې مخکې جوړه شوه.

په دې غونډه کې حاجیانو ته د کرونا واکسین د برابرولو او تطبیق سربېره د روغتیایي کارت او د درملو لېږد په اړه هم بحث وشو چې په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا راز له هراړخیزو بحثونو وروسته حاجیانو ته د استوګنې ځای او ترانسپورټي وسایطو د برابرولو او الوتکو د پراوازونو د وختونو د تنظیم په هکله اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه چې لازم اقدامات ترسره کړي.


شریکول