د امیرالمومنین وینا
امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز دې امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.

محترم رئیس الوزرا وروستیو زلزله ځپلو سره د سل میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظور کړه

۰۱ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو په موخه ځانګړې غونډه په ارګ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې محترم رئیس الوزار له زیانمنو کورنیو سره د ژورې همدردۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، زیانمنو ته د رسیدګي لپاره د سل میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظور شوه.
همداراز د اسلامي امارت رئیس الوزرا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې زیانمنو ته د خوراکي توکو، البسې، درملو او نورو اړینو اړتیاوو رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخند د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي ته دنده وسپارله چې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وګوري او د قربانیانو له کورنیو سره دې همدردي او خواخوږي وکړي.
همداراز د اسلامي امارت رئیس الوزراء اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د سل میلیونه افغانیو نغدي او نورو مرستو د وېش په اړه دې هم بېړنی اقدام وکړي.


شریکول