د امیرالمومنین وینا
امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز دې امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نوی رئیس او د ریاست الوزرا د ویاند مرستیال معرفي شول

۰۲ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې محترم مفتي انعام الله سمنګاني د ریاست الوزرا دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو معاونیت اړوند د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د نوي رئیس او ملا راز محمد (قاري یوسف احمدي) د ریاست الوزرا د ویاند مرستیال په توګه معرفي کړل.
په دې مراسمو کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا دفتر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال مولوي احمدالله متقي او د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم حضور درلود، لومړی په دې اړه د اسلامي امارت د محترم رئیس الوزرا حکم ولوستل شو.
وروسته د ریاست الوزرا د عامه او ستراتېژیکو اړیکو مرستیال محترم مولوي احمدالله متقي خبرې وکړې او محترم مفتي انعام الله سمنګاني او محترم ملا راز محمد (قاري یوسف احمدي) ته یې د مبارکۍ ترڅنګ وویل، په اسلامي امارت کې خدمت په حقیقت کې افغانانو ته خدمت دی او هیله لرم نوي ګومارل شوي شخصیتونه د اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي او بریالیتوب ته ورسېږي.


شریکول