د امیرالمومنین وینا
امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز دې امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د شیعه اسماعیلیه و له استازو سره وکتل

۰۲ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون چهارشنبه په سپیدار ماڼۍ کې د کابل، بغلان، بامیان، سمنګان او مزار شریف د شیعه اسماعیلیه و له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې، انجینر عبدالقادر، خیرالله رستايي او ملا خدا یار د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اسلامي امارت په واکمنېدو یې خوښي وښوده او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
دوی وویل، د اسلامي امارت په تېر او اوسني حاکمیت دواړو کې یې خپل حقوق ترلاسه کړي او د واقعي ازادۍ احساس کوي.
دوی همداراز پر دې خوښي وښوده چې د اسلامي امارت په راتللو سره د هر ډول قومي او مذهبي تعصب، ظلم او بې عدالتۍ ټغر ټول شوی او دوی د اسلامي نظام په سیوري کې په اطمئنان سره ژوند کوي.
د شیعه اسماعیلیه و استازو زیاته کړه، له څو محدودو کسانو پرته دوی ټول په خپل هېواد کې ژوند کوي او له هیواده نه دي وتلي او همداراز وړاندې یې هم له قید او شرط پرته د اسلامي امارت ملاتړ کړی او دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي.
دوی د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له محترم سیاسي مرستیال څخه وغوښتل چې د دوشي ــ بامیان د سړک چې ډېره برخه يې رغاول شوې، د پاتې برخې د رغاونې چارې یې هم پیل کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر دوی ته وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول په کې ونډه لري .
نوموړي وویل، اسلامي امارت په هېواد کې هر ډول ظلم، تبعیض، استبداد او د نورو د حقونو غصب ردوي او ټولنیز عدالت ته ژمن دی.
همداراز د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتللو سره مافیايي کړۍ او د قدرت جزیرې له منځه تللي او یو حکومت پر ټول افغانستان حاکم دی او ډاډ یې ورکړ چې د بامیان ـــ دوشي سړک جوړولو په اړه به ټولګټو وزارت ته لازمې سپارښتنې وکړي.


شریکول