د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون 25مه غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

۰۲ چنګاښ ۱۴۰۱

د اقتصادي کمېسیون په دغه غونډه کې د شاه او عروس بند د پاتې کارونو پر بشپړوالي، د کام‌ایر هوايي شرکت د پاتې پورونو پر تصفیې، له پاکستان سره د اپټا(APTTA) تړون پر تمدید او همدارنګه د «کیو اې افغان» لوجستیکي شرکت له لوري پر وړاندې شوې طرحه په جزئیاتو سره مفصل بحثونه او لازمې لارښوونې وشوې. د کیو اې افغان لوجستیکي شرکت د هرات په غوریانو ولسوالۍ کې د دوه زره جریبه دولتي ځمکه په اجاره غواړي، چې د کرنې، مالدارۍ او پروسس په برخو کې د 100 میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه کوي


شریکول