له ګوانتانامو زندان څخه زموږ یوتن بندي هېوادوال اسدالله هارون را خوشی او اسلامي امارت ته وسپارل شو

۰۳ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت په هڅو او هلوځلو او له امریکا سره د مخامخ او مثبت تعامل په نتیجه کې له ګوانتانامو زندان څخه د باقي پاتې دوه تنو بندیانو له جملې څخه یو تن اسد الله هارون راخوشی شو.
د افغانستان اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې د بندي شوو افغانانو راخوشي کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ یو افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نشي.
همدا اوس له ځینو هغو هېوادونو سره په تماس کې یو چې هلته افغانان په مختلفو عنوانو بندیان شوي او د ژر را خلاصیدو هلې ځلې یې روانې دي.
په همدې اساس نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګوانتانامو څخه اسدالله هارون را خلاص او له کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره يوځای کیږي.
په دې برخه کې د ورور هېواد قطر څخه هم د اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه کوو.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی


شریکول