د اسلامي امارت د رئیس الوزراء د ځانګړې لارښونې پر بنسټ پکتیکا کې د شوې زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورین د اروزنې په موخه د لوړ پوړي پلاوي سفر

۰۳ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند د ځانګړي هدایت پر بنسټ نن سهار له پیښو سره د مبارزي وزارت د معین محترم مولوي شرف الدین په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوی چې په ترکیب کې یې د رئیس الوزراء ځانګړی استازی محترم مولوي لعل محمد، د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم ګلزاراحمد حقاني، د مهاجرینو وزیر محترم خلیل الرحمان حقاني، د عامې روغتیا وزیر محترم ډاکتر قلندر عباد، د افغاني سرې مياشتې او نورو اړوندو دولتي او مرستندویه بنسټونو مرستیالان او مسولین شامل وو، پکتیکا ولایت ته د شوې زلزلې له امله د رامنځته شوي ناورین د ارزولو په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوي په لومړي سر کې د تیرې شپې د زلزلې له امله د شهیدانو روح ته دعا وکړه او د شهیدانو او زخمیانو کورنیو ته یې د افغانستان د اسلامي امارت د مشر تابه د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

دوی دغه راز د سیمې له مخورو علمای کرامو او مشرانو سره د غونډې پر مهال اړمنو کورنیو ته په راڼه او منظم ډول د مرستو د وېش په موخه د سیمې له مشرانو او علماوو ځانګړې کمیټې جوړې او د اړمنو کورنیو د تشخیص او هغو ته د لازمې رسېدګۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي یوه اندازه نقدې پيسې، خوراکي توکي او درمل هم له ځان سره سیمې ته پر اړمنو خلکو د وېش په موخه انتقال کړي دي.


شریکول