د اندخوی ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفترعمومي رئيس کتنه

۰۴ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفترعمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې یادو مشرانو او متنفذینو په بېلابېلو برخو کې د یادې ولسوالۍ د ستونزو په ځانګړي ډول اقینې بندر کې سوداګرو او پانګوالو ته د لازیاتو اسانتیاو برابرولو په برخه کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئيس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ وې ویل، ستاسې غوښتنې او وړانديزونه به له اړوندو ارګانونو سره شریک او د حل لپاره به یې لازم ګامونه پورته شي.


شریکول