د بدخشان والي سره د اسلامي‌امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

۰۴ چنګاښ ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام نن د بدخشان له والي مولوي عبدالغني سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د بدخشان والي په دغه ولایت کې د خلکو د ستونزو او حکومتولۍ د وضعیت په اړه خپل راپور د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته وړاندې او د بدخشان د خلکو ستونزو د حل په موخه یې د مرکزي حکومت د توجو غوښتنه وکړه.

نوموړي همداراز په یاد ولایت کې د دیني مدرسو جوړېدل د خلکو اساسي غوښتنه وبلله او په دې اړه یې هم د مرکزي مقاماتو پاملرنه وغوښته.

د اسلامي‌امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پورته ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته وویل، د اسلامي امارت مسوولین په هره کچه د افغان ولس د ستونزو حل او خدمت ته چمتو دي.

نوموړي همداراز ژمنه وکړه، د بدخشان د خلکو ستونزو ته به په ټولو برخو کې د رسیدګۍ ترڅنګ د هغو د حل په اړه هم اقدامات ترسره شي.


شریکول