رئیس الوزرا د پاکستان د علماوو پلاوي سره وکتل

۰۶ زمری ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند د مفتي محمد تقي عثماني په مشرۍ د پاکستان د علماوو پلاوي سره نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
په پیل کې دقرآنکریم حو مبارک ایتونه تلاوت شول ورپسې مفتي محمد تقي عثماني دخپلو خبرو په پیل کې وویل چی موږ مخکې لا اراده درلوده چی راشو خو ستاسو مصروفیاتو ته په کتلو سره مو په راتګ کي ځنډ راوست، نوموړي په افغانستان کې د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي وښوده، د هغه د لا پایښت دعایې وکړه او د اسلامي امارت پرضد کېدونکي پروپاګند او تبلیغات یې بې اساسه وبلل.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان او پاکستان یوازې دوه ګاونډي نه، بلکې اسلامي هیوادونه هم دي.
ورپسې مفتي محمد حنیف جالندهري، مولانا طیب طاهر، مولانا یوسف شاه، مولانا احسان الحق او مفتي غلام الرحمن عثماني افغانستان ته په راتګ او د اسلامي امارت په حاکمیت خوښي وښوده، له نورو هیوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو د لا ټینګښت او د ولس د ستونزو د حل په اړه خپلې مشورې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا محترم ملا محمدحسن اخند د پاکستان د علماوو پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د هغوی د نېکو هیلو او ښو مشورو مننه وکړه او وې ویل،د امریکا د اشغال پرمهال په هیواد کې ډېرې ویجاړۍ رامنځته شوي چې د هغو بیارغاونه او د ولس ستونزو ته رسیدګي به وخت واخلي.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د پاکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچاته به هم د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي.
محترم رئیس الوزرا وویل، زموږ ددې نظام د دراتګ دپاره دخدای دخاصو بندګانو عالمانو اوطالبانو وینې نذرانه شوې او ملت یې په پوره ایماندارۍ سره تر شا ولاړ وو، خو اسلامي امارت د چارو د لا ښه ترسره کېدو په موخه سیاسي، اقتصادي او اداري کمېسیونونه جوړ کړي او همدارنګه یې بهرمېشتو افغان شخصیتونو او کدرونو ته بار بار هېواد ته د راستنېدو بلنه ورکړې. هغه زیاته کړه، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د جوړولو لپاره یې هم بایدګډې هلې ځلې وکړو.
محترم ملا محمدحسن اخند وویل، اوس مهال په افغانستان کې علما واکمن دي او دوی تر بل هر چا د علم په ارځښت او اړتیا زیات پوهېږي او په دې اړه لاهم مشورې او هڅې ادامه لري چی دتعلیم په برخه کې نور کار هم وشي نوموړي وویل چي دهر شی تخریبیدل اسان کار دی خو بیا رغول یې ډیر وخت نیسی موږ دادۍ عمومی عفوه وکړه او اوس هم دادی له هیواد نه دباندي افغانانو ته دعوت ورکوو چی راشئ ارام ژوند وکړئ په مخالفت څه نده جوړه غونډه دعثمانی صاحب په مننې سره پای ته ورسیده.


شریکول