د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جاپان سفیر سره وکتل

۰۶ زمری ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا سره، په داسې حال کې چې د جایکا موسسې رئیس هم حضور درلود، په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان له جاپان سره تاریخي او حسنه اړیکې لري او دا چې په هيواد کې سراسري امنیت تامین دی، هيله لرو په افغانستان کې د جاپان سفارت بېرته خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

محترم مولوي حنفي زیاته کړه، اسلامي امارت د ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دی، په ډېرو تعلیمي او ملکي ادارو کې د زده کړو او کار بهیرونه عادي شوي دي. فساد او نشه یي توکي لمنځه تللي، بشري حقونه د اسلامي شريعت مطابق تامین شوي او عمومي بښنه تطبیق کېږي.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا په افغانستان کې د زلزلې او وروستیو سیلابونو له امله په رامنځته شویو مالي او ځاني زیانونو خواشیني وښوده وې ویل، زموږ بشري مرستې او همکاري به د پخوا په څېر دوام ولري او وروستیو قربانیانو ته مو د سرې میاشتې له لارې عاجلې مرستې رسولې دي.

ښاغلي اوکاډا زیاته کړه: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه دی او موږ له افغانانو سره ګډ کار کوو چې دغه هیواد دایمي سولې او ثبات ته ورسېږي. له نړۍ غوښتنه کوو چې له کوم قید او شرط پرته له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

همداراز په دې غونډه کې د جایکا موسسې رئیس په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین خوښي وښوده وې ویل، توقع لرو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د جاپان سفارت له پرانیستل کېدو سره موږ هم بېرته خپل ماموریت ته چې افغانانو ته د بشري او انکشافي مرستو برابرول دي، راوګرځو.


شریکول