د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره وکتل

۰۹ زمری ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا سره وکتل.
په پيل کې، د جاپان سفير تاکاشی اوکاډا په خوست او پکتیکا کې له زلزله ځپلو او د وروستیو سيلابونو له امله زيانمنو کورنيو سره خپله خواخوږي وښوده وې ویل، هېواد یې چمتو دی د طبیعي پېښو له زيانمنو سره د سرې میاشتې له لارې د لومړنیو او اړینو توکو مرسته وکړي.
د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپل هيواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ وې ويل، د جاپان له لوري تمويلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړو.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو په مننې د دغو مرستو د زياتېدو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زياته کړه، اسلامي امارت له بين المللي ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی، خو يو شمېر رسنۍ د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپروي او عامه اذهان تخريبوي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وويل، له افغان سیاسي شخصیتونو سره د تماس او بېرته راستنولو کمېسیون له لارې تر اوسه ۲۲۴ تنه افغان شخصیتونه او کادرونه بېرته هيواد ته راستانه شوي دي او دا مهال په ارام زړه خپل هيواد کې ژوند کوي.


شریکول