د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د لغمان والي قاري زین العابدین سره وکتل

۰۹ زمری ۱۴۰۱

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې د لغمان والي قاري زین العابدین سره وکتل.

په پیل کې، ښاغلي زین العابدین د لغمان ولایت د امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضیعت په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، په افغانستان او په ځانګړې توګه لغمان ولایت کې هيوادوال د اسلامي نظام په ټینګښت خوشحاله دي، خلک په ارامه، سوکاله او امن فضا کې ژوند کوي.

نوموړي زياته کړه، په لغمان ولایت کې د یو شمېر بنسټیزو او اقتصادي پروژو کارونه پیل شوي، چې ورسره به تر يوې کچې د خلکو اقتصادي ستونزې هم راکمې شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د نوموړي له معلوماتو مننه وکړه وې ويل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول بايد په شريکه د هغه په ابادولو او د امنيت تامين کې رول ولوبوي.

نوموړي زياته کړه، د خلکو او مسوولينو ترمنځ بايد واټن نه وي، دولتي مسوولين د خلکو خدمتګاران دي او د خدمت په موخه باید د ادارو دروازې تل د خلکو په مخ پرانېستې وي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې د چارو لا ښه والي په موخه په اړوندو برخو کې د لغمان والي ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.


شریکول