۱۱ زمری ۱۴۰۱
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکټر ملا عبدالواسع نن د کابل ښار اوومې ناحیې واصل آباد سیمې د ولسي شورا اوعلماؤ شورا رئیسانو، د یادې سیمې له وکیل او د جوماتونو له امامانو سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، یادو مشرانو د اسلامي نظام پر راتګ خوښي څرګنده او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول یې د خپلې سیمې د لېسې او سړک د بیا رغاونې او د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړي.
دوی دغه راز د جوماتونو د امامانو له لوري د اسلامي نظام او خلکو تر منځ د واټن راکمولو ډاډ هم ورکړ.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس یادو مشرانو او د جوماتونو امامانو ته د ښه راغلاست پرمهال اسلامي امارت د افغانانو لپاره ستر نعمت وباله او زیاته یې کړه چې د دغه نعمت شکر باید ادا شي.
ډاکټر ملا عبدالواسع له اړوندو ارګانونو سره د دوی د شته ستونزو د شریکولو د ډاډ ترڅنګ د نظام د ټینګښت په موخه د امامانو هڅې وستایلې او تر حکومتي چارواکو یې د ولس د ستونزو رسول د هر افغان ملي وجیبه وبلله.