د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ قراردادونه تایید کړل

۲۴ غویی ۱۳۹۷

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نهه څلوېښتمه غونډه کې، د سړک، نوري فایبر او اوبولو په برخه کې د ۹۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه تایید شول. همدا راز د سریلانکا په کولمبوی ښار کې په یوه ورکشاپ کې د ملي تدارکاتو ادارې د پلاوي د ګډون راپور هم غونډې ته وړاندې شو. 

په تایید شویو قراردادونو کې د (DWDM) نوري فایبر شبکې پراختیا؛ د فاریاب ولایت د اندخوی اوبولو کانال امکاناتو سنجولو مطالعات؛ د دولتي جګپوړو چارواکو د ساتنې ریاست اړتیا وړ حبوبات؛ د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت د GSM سیستم د ظرفیت لوړونې تدارک؛ د صکوکو مطبعې خام طباعتي مواد او د مالیې وزارت اړوند د نوي کابلبانک د مرکزي دفتر ودانۍ د کرایې قرارداد شامل دي. 

جمهوررئیس محمد اشرف غني د کابل ـــ جلال‌ آباد سړک د بیارغاونې او جوړولو پروژې په تړاو، چې د تعدیل قرارداد یې په غونډه کې تایید شو، فواید عامې وزارت ته لارښونه وکړه، چې ددې سړک د پاتې برخې کار قرارداد هم ډېر ژر داوطلبۍ ته وسپاري او همدا راز مالیې وزارت مکلف شو، چې د پروژې له تمویلونکي سره هم ژر تر ژره مالي هوکړه لیک نهایي کړي.

په دې غونډه کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند د (Real Time Data Management) د سمدستي معلوماتو مدیریت پروژې قرارداد د ورکړې په تړاو وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري رد شو. کمېسیون پرېکړه وکړه، چې ددې قرارداد مقیده داوطلبي دې بیا له څلورو آفر کوونکو شرکتونو سره ترسره شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې، په سریلانکا کې د دولتي تدارکاتو په ۵ ورځني ورکشاپ کې د ملي تدارکاتو ادارې او د داوطلبانو اعتراضاتو ته د رسېدنې اداري ارزونې کمېټې پلاوي هم خپل راپور وړاندې کړ. دغه ورکشاپ د امریکا د سوداګرۍ وزارت، د سوداګرۍ نړیوال سازمان او د اروپایي انکشافي بانک له لوري د سریلانکا په کولمبوی ښار کې جوړ شوی و. 

د کمېسیون په غونډه کې، د فساد ضد مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ، د ولسي جرګې ملي اقتصاد، مالي او بودجوي کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ارزونې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو حضور درلود. 


شریکول