د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

کابینې د احمد‌شاه بابا د مقبرې او اوسېدو ځای د استملاک او بنسټیز ترمیم وړاندیز تایید کړ

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د احمد شاه بابا د حرمسرای او اوسېدو ځای د ځمکې استملاک او د هغه د مقبرې د بنسټیز ترمیم وړاندیز تایید کړ.

دغه وړاندې چې په ګډه د اطلاعاتو و فرهنګ او کور او ښار جوړونې وزارتونو له لوري کابینې ته وړاندې شو، په‌کې په کندهار کې د احمد شاه بابا د حرمسرای او اوسېدو ځای ۶۹۲۶ متر‌مربع ځمکې موازي استملاک، چې یو متر مربع یې په ۴۲ زره افغانۍ کېږي او مجموعي لګښت یې ۲۹۰ میلیون افغانۍ کېږي، ورسره د ترمیماتو په موخه اضافي پیسې هم شاملې دي.

کابینې د وړاندیز د تایید ترڅنګ اطلاعاتو و فرهنګ، کور او ښار جوړونې او مالیې وزارتونه، د ځمکو خپلواکې ادارې او د جمهوري ریاست عملیاتي او ملاتړې څانګې ته دنده وسپارله، چې د یوه لوی تفریحي میدان د جوړېدو او د احمد شاه بابا د مقبرې او خرقې مبارکې د بنسټیز ترمیم طرحه او د هغه تطبیقي پلان جوړ کړي او د جمهوري ریاست عالي مقام ته یې وړاندې کړي.

کابینې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د نومونې کمېسیون هم مؤظف کړ، چې په احمد شاه بابا نړیوال هوایي ډګر د کندهار نړیوال هوایي ډګر د نوم بدلولو مراحل ترسره کړي او وروسته یې راپور د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

په دې غونډه کې، د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو (انسټېټیوټونو) او د افغانستان د قابله‌ګانو او نرسانو شورا د جوړېدو طرحې په پرنسیپ کې تصویب شوې او اړوند برخې مؤظف شوې، چې د کابینې د غړو نظریاتو ته په پام له اړوندو ادارو سره په همغږۍ، هغه نهایي کړي.


شریکول