د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع پروګرام په پروان کې ترسره شو

۱۳ وږی ۱۳۹۷

د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر په همغږۍ او د ښځو په ګډون د سولې لپاره د افغان ښځو د ملي اجماع پروګرام په پروان ولایت کې ترسره شو.

د سولې عالي شورا غړې مېرمن حبیبه سرابي، ددې پروګرام د پرانستې پر مهال وویل، چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره لومړی اړتیا ده، چې د ټولنې کورني اختلافات له منځه یوړل شي او د ټولنې په هر قشر کې د اجماع په رامنځته کولو سره کولای شو همغږۍ ته ورسېږو.

هغې زیاته کړه، چې سولې ته د رسېدو لپاره باید قومي، ژبني او نژادي تعصبات له منځه یوړل شي او د ښځو د رول په اړه یې څرګنده کړه: دا چې مېرمنې د ماشومانو په روزنه کې ډېر رول لري، نو ښځې باید پرېکړه وکړي، چې څه ډول افراد ټولنې ته وړاندې کوي.

د لومړۍ مېرمنې سلاکارې مېرمن زهره یوسف په دې پروګرام کې وویل؛ نور ددې وخت را رسېدلی، چې ددې خاورې د مېندو په توګه افغان مېرمنې د جګړې او ورانۍ پر ضد «نه» ووایي.

مېرمن یوسف ټینګار وکړ، چې د ټولنې هر فرد باید سوله له خپل ځانه پیل کړي او زیاته یې کړه: تر هغو چې موږ له خپلو کورنیو، ګاونډیانو او له کلیو او ښارونو سره سوله ونه کړو، نشو کولای له مخالفینو سره سوله وکړو.

د لومړۍ مېرمنې سلاکارې زیاته کړه، چې موږ باید هېچاته اجازه ور نه کړو، څو علم او پرمختګ ته د رسېدو په لاره کې زموږ د اولادونو خنډ وګرځي.

په دې پروګرام کې همداراز د پروان ولایت ګډون‌کوونکو مېرمنو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د ښځو له حضور پرته سولې ته رسېدل ناممکن دي او د دوی په وینا، ښځې باید د سولې په اړه خپل غږ پورته کړي.

د پروګرام په دوام کې، د اړوند موضوع په اړه پنلستونو کې هم خبرې وشوې. هغوی پر دې په ټینګار سره، چې د افغانستان ټول خلک سوله غواړي، هغه یې په څلورو برخو ټولنیزې، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي کې مهمه وبلله.

د پنلستونو ګډونوالو له مخالفینو وغوښتل، چې د ښځو د سولې غږ ته لبیک ووایي او د نجونو ښوونې او روزنې ته پام وکړي. همداراز هغوی د مخالفینو له ښځو وغوښتل، چې له خپلو مېړونو او اولادونو وغواړي، څو له جګړې لاس واخلي او سولې ته مخه کړي؛ دا ځکه چې دواړو لوریو ته ددې خاورې اولادونه وژل کېږي.

هغوی ټینګار وکړ، چې ټولنیز عدالت باید تأمین شي او زیاته یې کړه، چې دا عدالت دې له کورنیو پیل شي.

پنلستونه په دې باور وو، چې د جګړې پای ته رسول او د سولې راوستل یو حتمي امر دی او موږ کولای شو په ملي اجماع په تکیې سره دې پایلې ته ورسېږو، چې څه ډول سوله ټینګه شي.

پنلستونو همداراز ددې پروګرام د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د هر ډول تبعیض له منځه وړل او د ټولنیز عدالت تأمین په هېواد کې پایداره سولې ته د رسېدو لامل ګرځېدای شي.

د پروګرام په جمع‌بندۍ کې مېرمن حبیبه سرابي د اعتماد جوړونې اهمیت ته اشاره وکړه. هغې د سولې د ټینګېدو په برخه کې د مېرمنو مسؤولیتونو ته په اشارې وویل، چې د ښځو د اجماع تر رامنځته کېدو وروسته باید مېرمنې د مخالفینو له کورنیو سره په اړیکه کې شي او له هغوی غواړي چې د سولې له خبرو اترو سره یو ځای شي.

د پروګرام بلې ګډونوالې مېرمن سپوږمۍ وردګ، د سولې په پروسه کې د ښځو رول ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه، چې ښځې کولای شي د یوه ترهګر شخص پر ځای یو نېک شخص ټولنې ته وړاندې کړي.

د پروان والي ډګر‌جنرال فضل‌الدین عیار هم په دې پروګرام کې وینا وکړه. هغه د سولې په برخه کې د ښځو کلیدي رول ته اشاره وکړه او ددې ولایت له ښځو یې وغوښتل، چې سره یو ځای شي او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي، څو پروان ولایت د سولې راوستو په بهیر کې تر نورو مخکې شي.


شریکول