د جمهور رئیس خبرې
زموږ ژمنه دا ده، چې سوله به ټینګوو او د هر ډول احتمالي فاجعې او پاشلتیا مخه به نیسو، خو داسې ارزښتونه هم موجود دي، چې بحث پرې نشي کېدای لکه ملي یووالی، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مرکزي، قوي او کار وړ دولت او د اتباعو اساسي حقوق.

کابینې د کانونو، ښاروالیو، دولتي شرکتونو د قوانینو طرحې او ۴ نور قوانین تأیید کړل

۱۴ وږی ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په فوق‌العاده غونډه کې د کانونو، ښاروالیو، دولتي شرکتونو، د ځانګړو اقتصادي زونونو او د عامه او خصوصي مشارکت قوانینو طرحې تأیید شوې.

کابینې د کانونو قانون طرحې د تأیید تر څنګ، عدلیې وزارت مؤظف کړ، چې هغه له یو لړ تصحیحاتو سره یو ځای، نهایي کړي.

د کانونو قانون عمده اهداف، د دولت لباره له کانونو د ګټې اخیستنې پر مهال د حد اکثر عوایدو تأمین، په کانونو کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې وده او د کانونو په ساحه کې د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو انکشاف دی.

د ښاروالیو قانون طرحه، چې په هغه کې د ښاروالیو د ایجاد معیارونو ټاکل، د پلان‌جوړونې واحد سیستم، د زېربناوو په جوړولو او د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښاروالیو صلاحیتونه او دندې او د ښاروالیو په اړوند ساحو کې د دولتي ادارو مسؤولیتونه او د هغوی همغږي شامل دي، په دې غونډه کې تأیید شوه.

کابینې عدلیې وزارت ته دنده وسپارله، چې دغه قانون د غونډې د پخوانۍ یادونې او د اقتصاد وزیر او د کابینې د نورو غړو اصلاحي نظریاتو ته په کتو تصحیح او نهایي کړي.

کابینې د دولتي شرکتونو د قانون طرحې د تأیید ترڅنګ عدلیې وزارت ته دنده وسپارله، چې له مالیې وزارت او په مالي چارو او بانکدارۍ کې د جمهوري ریاست ستر سلاکار سره په همغږۍ، هغه د کابینې د غړو نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

همداراز په دې غونډه کې د ځانګړو اقتصادي زونونو قانون طرحه، چې هدف یې د دولتي شرکت په توګه د ځانګړي اقتصادي زون د شرکت تأسیس، د فرعي شرکت او ځانګړي اقتصادي شرکت په توګه د هوایي ډګر د زونونو شرکت تأسیس، د دولتي ځمکو او زونونو د اجارې پروسې تنظیم دی، تأیید شوه. عدلیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې دغه قانون د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر نظر لاندې د کابینې غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او نهایي کړي.

په دې غونډه کې کابینې د عامه او خصوصي مشارکت قانون طرحه، چې عمده هدف یې د تمویل، ډيزاین، انکشاف، جوړولو، د زېربناوو ساتنه او څارنه او عامه خدمتونو او تأسیساتو کې د خصوصي سکتور مشارکت دی، تأیید کړه.

کابینې عدلیې وزارت ته دنده وسپارله، چې یاده طرحه د اقتصاد او فواید عامې وزارت اصلاحي نظرونو ته پام سره تصحیح او نهایي کړي.

پر دې سربېره کابینې «د ځمکو د انکشاف شرکت قانون» ته د ځمکو د پراختیا شرکت قانون د نوم بدلول، د عسکري محاکمو د صلاحیتونو او تشکیل قانون نوي انفاذ طرحه، د هوایي ډګرونو او ملکي هوایي چلند تأسیساتو د حق‌الاجرت موادو د یوې برخې تعدیل او ایزاد طرحه او د نفوسو د احوالو ثبت قانون د اتلسمې مادې تعدیل طرحه تأیید کړه او همداراز د جزایي اجراآتو قانون د ۱ شمېره ضمیمې موادو د یوې برخې د تعدیل او لغوې طرحه او د دولتي تصدیو قانون د تعدیل طرحه یې هم په پرنسیپ کې تأیید کړه.


شریکول