د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ترسره شو

۲۱ وږی ۱۳۹۷

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام په لوګر ولایت کې ددې ولایت د والي، د لومړۍ مېرمنې د سلاکارانو او د سولې عالي شورا د یو شمېر غړو په حضور او د لوګر ولایت د ښځو او مدني فعالانو په ګډون ترسره شو.

د لوګر والي محمد انور اسحق‌زي، په دې پروګرام کې وینا وکړه. هغه وویل، چې سوله د افغانستان د هر فرد هیله ده. هغه د اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ښځو حضور ته په اشارې وویل، چې په پایداره سوله کې د ښځو مقام واضح او څرګند دی او زیاته یې کړه: سوله د هر شخص غوښتنه ده او په ځانګړي ډول مېرمنې باید د سولې په ټینګښت کې مخکښې واؤسي.

ښاغلي اسحق‌زي له هغو کورنیو د مننې ترڅنګ چې خپلو نجونو ته یې د زده کړو، تحصیل او کار زمینه برابره کړې وویل: «موږ په تېروو څلورو لسیزو کې د ښځو محرومیت لیدلی، چې منفي پایله یې لرلې ده، نو بناً پنځوس په سلو کې د ښځو حضور په هېواد کې د بریالیتوب لامل ګرځېدلی دی.»

په ټولنیزو چارو کې د لومړۍ مېرمنې سلاکارې پلوشه امین، د لومړۍ مېرمنې پیغام ولوست. په دې پیغام کې افغان ښځې «اتلانې» یاد شوې دي او په وینا یې، چې هغوی ثابته کړې هم ده.

لومړې مېرمنې پخپل پیغام کې د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پروګرام له ګډون کوونکو مننه وکړه، چې د خپلو نظریاتو د شریکولو لپاره سره راټول شوي دي.

ورپسې د لوګر ولایت مدني فعالې ګل‌غوټۍ دُرانۍ وویل، چې اسلام د سولې او روغې دین دی او زیاته یې کړه، چې موږ باید روانه جګړه پای ته ورسو، ځکه چې زموږ خاوندان، اولادونه او وروڼه په دې جګړه کې وژل کېږي.

مېرمن دُرانۍ بېوزلۍ، د کونډو او یتیمانو زیاتېدا او پرمختګ ته د هېواد اړتیا ته په اشارې وویل، چې «راځئ له خپل افغان دود څخه په استفادې د سولې غوښتې په دود خپل پړوني خواره کړو، دا ځکه چې د افغان دود پر اساس ښځو ته ټول احترام لري.»

د لوګر سیند د فرعي حوزې رئیسه انجینر زهره مطهر د پروګرام بله ویناواله وه او پخپلو خبرو کې یې د خلکو ژوند له سولې سره تړلی وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د سولې پر وړاندې د شته خنډونو په اړه خپل وړاندیزونه او میکانېزم وړاندې کړي.

مېرمن مطهر، سوله ددې هېواد د ټولو مېندو، خویندو او لوڼو لوړه هیله وبلله او زیاته یې کړه، چې ورته د رسېدو لپاره باید د جګړې دواړه اړخونه د یو بل غوښتنې ومني او خلک باید سولې ته د رسېدو لپاره ملي ژمنه وکړي.

هغې کونډو مېرمنو ته په اشارې وویل، چې د جګړې پایله ورانی، کونډې او یتیمان دي او مخالفینو ته د پیغام په رسولو کې یې د ښځو په رول ټینګار وکړ.

په دې پروګرام کې، د ښځو او امنیت په چارو کې د لومړۍ مېرمنې سلاکارې نادیه صالح، په ټولنیزو برخو کې د لومړۍ مېرمنې د دفتر د کارکړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د پروګرام په دویمه برخه کې پنلېساتو ګډونوالو ته خبرې وکړې. هغوی وویل، چې سوله باید له خپلو کورنیو پیل کړو او مېندې باید ژمنه وکړي، چې د مخالفینو له لیکو سره د خپلو اولادونو د یو ځای کېدو مخنیوی به کوي.

هغوی د قران کریم آیاتونو ته په اشارې وویل، چې باید سوله وکړو او ښځې باید اوږه په اوږده د سولې لپاره کار وکړي.

په پنلېستونو کې یادونه وشوه، چې د لوګر ۷۰ سلنه نجونې د امنیتي ستونزو له امله ښوونځیو ته نشي تللی او زیاته شوه، چې زموږ ماشومان نور له دې وضعیت څخه ستړي شوي دي او سوله غواړي.

هغوی ټینګار وکړ، چې اقتصادي بېوزلي باید له منځه یوړل شي او له جمهور رئیس یې وغوښتل، چې امنیتي سکتور ته د امنیت د جدي ټینګښت لپاره لارښوونه وکړي.

د پنل په پای ګډونوالو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل او پنلېستانو ورته ځوابونه وویل.

ددې پروګرام جمع‌بندي د سولې عالي شورا د غړې ډاکتر عایشه نورزۍ له لوري وشوه.

په جمع‌بندۍ کې وویل شول، چې زموږ په کورونو کې باید د سولې پیغام په دوامداره ډول عملي شي او مېندې کولی شي خپل اولادونه د ټوپک پر ځای قلم ته راوګرځوي. لوګر د پلازمېنې کابل لپاره د محافظتي دېوال حیثیت لري او د داسې اصلاحاتو لپاره باید اقدام وشي، چې خلک په هغه کې عمده رول ولري. خلک باید مخالفینو ته د مېلمستیاوو په ترسره کولو سره له هغوی سره د سولې بحثونه وکړي.

په پای کې ټینګار وشو، چې ترسره شوي بحثونه باید جمهور رئیس او د هېواد لومړۍ مېرمنې ته ورسېږي.

 د یادونې وړ ده، چې د هېواد د لومړۍ مېرمنې د دفتر په همغږۍ د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع پخواني پروګرامونه په کابل او پروان ولایتونو کې ترسره شوي دي.


شریکول