د جمهور رئیس خبرې
د اسلامي نظام اساس «عدالت» جوړوي. حکومت د عدالت د ټینګښت لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د ۳٫۳۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۲۴ لړم ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او یو اویایمه غونډه کې، د ۲۶ تدارکاتي مواردو تر ارزولو وروسته، د ۳٫۳۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي موارد منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې، د دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې له ملحقاتو سره یو ځای د ۲۴ ټولګیو جوړولو پروژه؛ د صکوکو اسنادو مطبعې د روزنیز مرکز جوړول؛ د چوکاټي قانون پر اساس د ۶۰۶ انصار زون د پولیسو ځواکونو اړتیا وړ ۲۱ قلمه اعاشوي توکو ورکړه؛ له خواجه غار ولسوالۍ تر دشت قلعه ولسوالۍ پورې د ماورای کوکچه سړک جوړول؛ د دولت ــ دولت قرارداد له لارې له ایران څخه د  STM-16  ظرفیت لرونکي بندویټ انټرنېټ تدارک؛ د پنجصد فامیلي د  D- 4 ,3  بلاکونو ساختماني چارې؛ د مکروریانونو د څارنې تصدۍ ریاست د مرکز ګرمۍ دستګاه لپاره د ۳۵۰۰ ټنه ډیزل اړتیا وړ تېل؛ له کارته نو تر حلقوي سړک پورې د رحمان مېنې د E برخې سړک جوړول؛ د توبرکلوز پروګرام د اړتیا وړ فلتر او تشخیصیه وسایلو او ماشینونو تدارک او برابرول؛   د ICU پروژې تر پوښښ لاندې د جدي څارنې د واحد د عاجلو برخو د اړتیا وړ ۱۵۹ قلمه لازمو طبي وسایلو تدارک او برابرول؛ د چوکاټي قرارداد له لارې د ۸۲ اطفائیو دوامداره څارنه او ترمیم؛ د ملي دفاع زارت د ستر‌درستیز د مخابرې ریاست د اړتیا وړ خدمتونو او اړیکو د ټینګښت لپاره د ستراتېژیکې شبکې جوړول او انکشاف؛ د ملي دفاع وزارت د ستر‌درستیز د ثریا سټلایټ مخابرو لپاره په میاشتني ډول د Prepaid Service یا په برېښنایي ډول د کرېډېټ لېږد یو قلم کارت تدارک؛ د ملي دفاع وزارت د فوق‌العاده او اضطراري حالاتو ریاست لپاه د ۳ اطفائیو برابرول او د مچلغو بند د جوړونې او ډیزاین پروژې قرارداد لغوه، شامل دي.

پر دې سربېره د کرنې وزارت د مشورتي خدمتونو د پروژې د تعدیل منظوري؛ د فراه ولایت د بخش‌آباد د اوبونې او برېښنا د تولید بند د تفصیلي ډيزاین پروژې د وخت تمدید؛ د ستر‌درستیز د صحیه قوماندانۍ د اړتیا وړ ۱۳۲ قلمه طبي درملو تدارک او برابرول د لا زیاتې ارزونې په موخه سیستکا ادارې ته وګرځول.

په دې غونډه کې، د ملي شورا د مالي، بودجوي او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ او د غوڅ ملاتړ سیستکا څخه ملي او نړیوالو څارونکو هم برخه اخیستې وه.


شریکول