د جمهور رئیس خبرې
د اسلامي نظام اساس «عدالت» جوړوي. حکومت د عدالت د ټینګښت لپاره پرېکنده اراده لري او هڅه کوي، چې په ټول هېواد کې تاریخي محرومیتونو ته د پای ټکی کېږدي.

د ا.ا.ج د ملي عمل ـ ۱ پروګرام د تطبیق څرنګوالي په اړه عامه نظر پوښتنه

۲۴ لړم ۱۳۹۷

د افغانستان د ملي عمل ـ ۱ پروګرام د تطبیق څرنګوالي په اړه د ځاني ارزونې راپور ترتیب او د افغانستان د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت عمومي فورم د غړو نظریات په‌کې ځای شوي دي. دا دی د پرانیستې حکومتولۍ مشارکت د لارښوونو پر اساس، لازمه ده څو د دوو اونیو لپاره یاد راپور د عامه مشورو په موخه وړاندې شي. اوس هېوادوال کولای شي دغه راپور په غور ولولي او د غني کېدو لپاره یې خپل نظرونه په دې ایمیل ادرسونو faisal.stanekzai@aop.gov.af ، faisalstanekzai2@gmail.com را واستوي.

 د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ په دې شمېره 0202147027 په اړیکه کې شئ.

له وړاندې مو د نظر له څرګندولو مننه!

د افغانستان د ملي عمل ـ ۱ پروګرام د تطبیق څرنګوالي په اړه د ځاني ارزونې راپور


شریکول