د جمهور رئیس خبرې
د افغان دولت، اقتصادي قشر او خلکو هدف وصل دی؛ موږ د وصل خلک یوو، نه د فصل. موږ جدایي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو، موږ اړیکې او همکاري غواړو. د لاجورد لارې پرانیسته د سویلي آسیا پر وړاندې د افغانستان د لارو د تړلو په معنی نه ده. لاجورد لار په دویم ګام کې سویلي آسیا له مرکزي آسیا، قفقاز او اروپا سره نښلوي.

د شېرخان بندر تصدۍ د انحلال طرحه تصویب شوه

۰۱ لیندۍ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې په غونډه کې د شېرخان بندر د تصدۍ د انحلال او د مخابراتي شرکتونو د باقیاتو د حصول او د تخلفاتو د اجراء کولو طرحې تأیید شوې.

د مالیې سرپرست وزیر د شېرخان بندر تصدۍ د انحلال طرحې د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې دغه تصدۍ په ۱۳3۸ لمریز کال کې د وارداتي، صادراتي او سوداګریزو مالونو د تخلیې، بارولو او ساتنې په موخه تأسیس شوه، خو د شېرخان پُل او سرحدي ګمرک تر جوړولو وروسته، دې تصدۍ خپل اساسي فعالیت له لاسه ورکړ او اوس د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکولو وړتیا نه لري، نو د تخنیکي او مالي امکاناتو د محدودیت، د بارولو او تخلیې په موخه د مالونو د نشتوالي، د تصدۍ ترڅنګ د ګمرک ریاست د موجودیت او د شېرخان بندر د ګمرک له لوري د ورته فعالیتونو ترسره کول او په وروستیو کلونو کې د دوامداره زیانونو له امله، پرېکړه وشوه چې دغه تصدي منحل شي.

کابینې په دې اړه تر بحث وروسته، د شېرخان بندر د تصدۍ انحلال تصویب کړ.

همداراز په دې غونډه کې د مالیې سرپرست وزیر او د اترا ادارې رئیس د مخابراتي شرکتونو د باقیاتو د حصول او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۷ کلونو پورې د خدماتو د کیفیت له درکه د مخابراتي شرکتونو د تخلفاتو جریمې د اجراء کولو څرنګوالی، په غونډه کې مطرح کړ، چې د کابینې له لوري تصویب شو.

ددې غونډې په پای کې، د کابینې غړو د ۲/۸/۱۳۹۷ نېټې ۱۳ شمېرې مصوبې د ۱۱ فقرې تعدیل او د وخت د جمهوري ریاست په حکم په ننګرهار ولایت کې د نړیوال اسلامي پوهنتون جوړېدل تصویب کړل او اړوندو ارګانونو ته یې دنده وسپارله، چې د اجرایي کېدو مراحل یې پیل کړي.


شریکول